د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم ليګ ن د تحريک انصاف سل ورځنې پروګرام رد کړو


 د پاکستان مسلم ليګ ن مخکښ او د کورنیو چارو وزير احسن اقبال
د پاکستان مسلم ليګ ن مخکښ او د کورنیو چارو وزير احسن اقبال

پاکستان مسلم ليګ ن ګوند وايي چې تحريک انصاف ګوند په خپل سل (۱۰۰) ورځني پروګرام کې د نورو تر څنګ د احتساب خبره کړي خو په خېبر پښتونخوا کې يې تراوسه احتساب کمېشن فعاله نه کړو نو یاد ګوند ولس له د دا قسمه پروګرامونو له لارې دهوکه ورکوي ځکه چې ۲۰۱۳م کال کې له ولس سره کړې یوه وعده يې هم پوره نه کړه.

نن د نهې په ورځ د پاکستان مسلم ليګ ن مخکښ او د کورنیو چارو وزير احسن اقبال د ګوند د نورو غړو سره په شريکه د پاکستان تحريک انصاف ګوند په سل ورځني پروګرام نيوکې وکړې او وينا يې وه چې کله يې د عمران خان ياد پروګرام واورېدو نو خندا ورته ورغله ځکه چې په حقيقت کې داسې ممکن نه دي.

د نوموړي وينا وه چې مسله د راتلونکي سلو (۱۰۰) ورځو نه بلکې د تېرو پنځو (۵) کلونو ده عمران خان د ۲۰۱۳م ټولټاکنو نه وړاندې هم خپل منشور اعلان کړې وو نو ولس ته دې ریښتيا ووايي چې په تېرو پنځه کلونو کې پرې څومره عمل کړی او د راتلونکې لپاره چې له ولس سره کومې وعدې کوي په هغې به څومره عملدرامد وکړي.

د احسن اقبال وينا وه عمران خان چې کله د سلو (۱۰۰) ورځو پروګرام وړاندې کړو نو دا تپوس ترې کول غواړم چې په ۲۰۱۳ کې د خېبر پښتونخوا لپاره چې دی کوم د نوي (۹۰) ورځو پروګرام وړاندې کړی وو په هغه يې څومره عملدرامد وکړو، دا وخت مقابله د دوه ګوندونو ترمېنځه ده تحريک انصاف صرف تقريرونه کوي او مسلم ليګ ن د ملک خدمت نو ګڼم چې د ملک ترقي د تقريرونو له لارې نه بلکې عملي ګامونه پورته کولو له لارې کولی شي.

د ذکر ده چې د تيرې ېکشنبې په ورځ پاکستان تحريک انصاف ګوند په راتلونکيو ټولټاکنو کې کامیابي ترلاسه کولو ورستو د سل (۱۰۰) ورځني پروګرام اعلان کړی وو چې پکې د لسو میليونه نوکریانو او پنځه میليونه نويو کورونو جوړولو علاوه فاټا په قامي بهير کې شاملول، جنوبي پنجاب ته د صوبې حیثیت ورکول، له بلوڅ وسله والو سره روغه جوړه کول، د کراچۍ حالات ښه کول او غربت خاتمه شامله وه.

خبري غونډې ته د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل عمران خان چې کوم پروګرام اعلان کړې نو په دغه به د کال قريبا شپاړس سوه (۱۶۰۰)اربه او په پنځه (۵) کالو کې به پرې اته زره (۸۰۰۰)اربه روپۍ لګښت راځي نو نوموړې دې قام ته ووايي چې دومره پېسې به له چرته نه راوړي.

د پاکستان تحريک انصاف پارلماني استازې حامد الحق وايي د دوي سل ورځنې پروګرام اورېدو ورستو مسلم ليګ ن وارخطا شوی او ورسره جوابي پروګرام نه شته نو ځکه دا قسمه خبرې کوي.

د نوموړي وينا وه د نوازشريف درې سوه (۳۰۰) اربه ډالره د ملک نه باهر پراته دي په اقتدار کې د راتللو ورستو نه صرف دغه پېسې بلکه هر هغه چا چې قامي دولت يې لوټلې وي ترې واپس به يې اخلو او د ولس په خېرښيګړې به يې لګوو.

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې به په جولای مياشت کې عام انتخابات وشي او تحريک انصاف هغه لومړی ګوند دی چې په واک کې د راتلو په صورت کې يې شپږ نکاتي پروګرام اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG