د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت او اپوزیشن د لنډمهالي وزيراعظم پر نوم سلا نه شول


د پاکستان پارلیمان
د پاکستان پارلیمان

د پاکستان وزيراعظم او اپوزيشن مشر د عبوري وزيراعظم پر نوم سلا نه شول. نن په وزيراعظم هاوس اسلام اباد کې د شاهد خاقان عباسي او سيد خورشيد شاه تر منځ ملاقات وشو چې دواړو د دې هېواد د راتلونکې لنډمهاله وزيراعظم د ټاکلو لپاره بحث وکړ.

په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر خورشيد شاه له ملاقات وروسته رسنيو ته وويل چې له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره سبا يا بل سبا بيا ملاقات کوي چې تر څو پر يوه نوم سلا شي. دمګړی حکومت او اپوزيشن دواړو د لنډمهاله وزيراعظم لپاره درې درې نومونه وړانديز کړي خو پر يوه نوم لا هم سلا نه ده شوې. دا نومونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

که چيرې وزيراعظم او اپوزيشن مشر بيا هم د لنډمهاله وزيراعظم پر نوم نه سلا کېږي نو دا نومونه به پارلیماني کمېټۍ ته لېږل کېږي. که چيرې پارليماني کمېټۍ هم سلا نه شوه نو بيا به دا نومونه انتخاباتي کمېشن ته لېږل کېږي چې هغه به د لنډمهاله وزيراعظم لپاره د يوه نوم انتخاب او اعلان کوي. نوی لنډمهاله حکومت به په ۶۰ ورځو کې دننه د راتلونکې حکومت ټاکلو لپاره انتخابات کوي.

د پاکستان د اوسني وفاقي حکومت د واک پنځه کلنه موده د روانې مياشتې [مې] په پای کې سر ته رسېږي او د جون له لومړۍ نېټې بيا د جولای تر پايه به د هېواد واک له عبوري حکومت سره وي.

XS
SM
MD
LG