د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې د وژل شوې پاکستانۍ زده کوونکې د پلار هيله


د سبېکا مړی
د سبېکا مړی

د امريکې په ټيکساس کې د وژل شوې پاکستانۍ جينۍ سبېکا شېخ پلار، عبدالعزیز شېخ وايي هيله لري چې د لور مړينه یې په امريکا کې د ټوپکو کنټرول لپاره اصلاحاتو ته لار هواره کړي.

نوموړي د می په يوويشتمه رويټرز خبري اژانس ته وويل چې د سبېکا مرګ بايد د قوانينو بدلولو لپاره يو ښه مثال شي.

د مې په اتلسه د ټيکساس په مرکزي ښار هيوسټن کې د سانټا فی هايي سکول يو اولس کلن زده کوونکي، ديميتريس پګورچیس پر خپلو ښوونځيوالو او استادانو ډزې وکړي. اته زده کوونکي او دوه استادان یې ووژل. هغه پوليسو نیولی دی. په زده کوونکو کې له کراچۍ ورغلې، ۱۷ کلنه سبېکا شېخ هم وه چې د یس په نامه سکالرشپ له لارې يې هلته زده کړې کولې.

د نوموړې پلار، عبدالعزیز شېخ رويټرز خبري اژانس ته وويل چې څنګه د ټيليويژن له لارې په ټيکساس کې له ډزو خبر شو، لور ته یې فون وکړ. هغې پورته نه کړ. ورسته ورته د سکول ادارې وويل چې وروسته به حال ورکړي چې لور یې څنګه ده.

((دلته په پاکستان کې لس يا لس نيمې بجې وي. هغوی فون راوکړ. ژړل یې. دوی چې ژړل نو زه پوه شوم چې زما لور نوره په دې دنيا کې نشته.))

د سبېکا پلار زياتوي چې لور يې غوښتل ديپلوماته شي. د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو د تېرې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سبيکا هيله لرله چې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکو جوړولو کې مرسته وکړي.

د ټيکساس ګورنر، ګرېګ ایبټ د پېښې ځای ته ورغلی وو. هلته يې ګلان کېښودل. نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل چې کوښښ کوي په راتلونکې کې د داسې بريدونو مخه ونيسي. ايجنسي فرانس پريس د هغه خبرې راخيستې چې نوموړی پکې وايي تر دې ورسته د ممکنه بريدګرو ملعلومولو لپاره پر ټولنيزو مطبوعاتو د زده کوونکو د حسابونو څارنه کېدلی شي.

((يوه ستراتيژي جې موږ يې کارولی شو، هغه ده چې دلته په ټيکساس کې ډېرو سکولونو کې کاريږي. د دې ستراتيژۍ ترمخه د زده کوونکو سوشل ميډيا څارنه کېږي. دې سره د ګواښ اروزنه او پلټنه کېږي. موږ بايد دا وکړو.))

په امريکا کې دا لومړی ځل نه دی چې په يو سکول کې خلک په ډزو وژل کېږي. تر دې مخکې هم په ورته پېښو کې په لسګونو زده کوونکي وژل شوي دي. د رويټرز خبري اژانس تر مخه د ټيکساس دې پېښې يو ځل بيا دا بحثونه تاوده کړي چې آيا په امريکا کې د ټوپکو د ساتنې قوانين سخت کړل شي او کنه.

XS
SM
MD
LG