د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ کمېټي راتلونکې اوونۍ د قبایلي اصلاحاتو پر مسودې بحث کوي


پراګ - د پاکستان د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف کمېټي وايي، د مې پر ۲۲مه د قبایلي اصلاحاتو په اړه د اییني ترمیم پر مسودې بحث کوي.

د کمېټۍ مشر چودري محمد اشرف او یوه غړي محمد معین وټو چې دواړه د واکمن مسلم لیګ (ن) سیاستوالان دي، د چارشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې کمېټۍ د شورو پر ورځ په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پر قانوني مسودې بحث کړی وای خو پر اجنډې نور موضوعات تر دې لومړي ول نو ځکه یې دا کار وځنډاوه.

محمد معین وټو وویل، په راتلونکې غونډه کې د قبایلي اصلاحاتو په اړه قانوني مسوده د دوی د اجنډې په سر کې ده.

وټو وايي، د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو په حق کې دی:

((د مې پر ۲۲مه به [د قبایلي اصلاحاتو په اړه قانوني مسوده څېړو]. لکه چې تاسې ته معلومه ده په قایمه کمېټۍ کې به پر دې مسودې بحث کېږي. ځېنې غړي به ورباندې اعتراضونه کوي، ځېنې به یې په حق کې وي. نو تر دې ګفتګو وروسته به یې نتیجه معلومېږي، خو د حکومت له خوا درته وایم چې حکومت [په خیبر پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو مسودې] په حق کې دی.))

معین وټو زیاته کړه چې د قبایلي اصلاحاتو په اړه دا مسوده ورته قامي اسمبلۍ ورکړې او چې د قانون او انصاف کمېټۍ د بحث په نتیجه کې پکې بدلونونه وشي نو بیا به ورباندې په اسمبلۍ کې خبرې کېږي.

د قانون او انصاف د قایمه کمېټۍ مشر او اته غړي یې د مسلم لیګ (ن) سیاستوالان دي. په پاتې غړو کې یې یو د پیپلز ګوند، دوه د تحریک انصاف، یو د متحده قامي موومېنټ پاکستان او بل یې د جمیعت علمای اسلام (ف) غړی دی.

خو د قبایلي اصلاحاتو موضوع لانجمنه ده. جمیعت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، متحده قامي موومېنټ پاکستان او یو شمېر قبایلي مشران په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پلان مخالفت کوي. دوی ګڼي چې تر هر ډول قانوني او اییني بدلون مخکې باید د هغو سیمو له ټول ولسه رایه واخیستل شي.

خو پاتې سیاسي ګوندونه، ځېنې قبایلي مشران او ځېنې ټولنې د اصلاحاتو د هغه پلان عملي کول غواړي چې یوې حکومتي کمېټۍ د ۲۰۱۶ز کال په اګست کې د یوه رپورټ په بڼه حکومت ته وړاندې کړی وو.

کمېټۍ د قبایلي سیمو تر سفرونو او له مشرانو سره تر خبرو وروسته حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې قبایلي سیمې دې په مرحلو یا پړاوونو کې د پاکستان په قامي بهیر کې ورګډې کړې.

د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې د قبایلي سیمو د اییني او قانوني حیثیت بدلولو منظوري شوې وه خو د دې پلان د مخالفت له کبله اصلاحاتي بهیر پیل نشو.

د روان کال (۲۰۱۸ز) د مې پر دویمه د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اعلان وکړ چې قبایلي اصلاحات به د شاوخوا درو اوونیو په موده کې عملي کول پیل کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG