د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان رویت هلال کمېټۍ د روژې میاشت لیدو اعلان وکړ


د مې پر ۱۵مه د پېنډۍ جامع جومات د روژې په مناسبت رنګ شو.
د مې پر ۱۵مه د پېنډۍ جامع جومات د روژې په مناسبت رنګ شو.

پراګ - د چارشنبې یا شورو د ماښام تر لمانځه وروسته د پاکستان د میاشت لیدو مرکزي کمېټۍ غونډه په کراچۍ کې او د سیمه ییزو کمېټیو غونډې په اسلام اباد، پېښور، کوټې او لاهور کې وشوې.

د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان له یو شمېر عالمانو سره یو ځای په خبري غونډه کې د میاشت لیدو اعلان وکړ:

((په بره دیر، کوټې، توحید اباد، نتیاګلۍ، بونېر، اېبټ اباد، جیکب اباد او نورو یو شمېر سیمو کې میاشت لیدل شوې. په ځېنو ځایونو کې ګڼو عالمانو د میاشت لیدو شهادت ورکړ نو ځکه موږ په یوه خوله پرېکړه وکړه چې میاشت لیدل شوې او پر زیارت یعنې د مې پر ۱۷مه په پاکستان کې د روژې لومړۍ ورځ ده.))

په عین وخت کې په سعودي عرب او نورو عربي هېوادونو، افغانستان، امریکا، اسټرالیا او اروپا کې همد پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

په پاکستان کې د روژې او اختر اعلان د هېواد د رویت هلال مرکزي اداره کوي، خو اکثر په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ځايي جوماتونو امامان د شهادتونو تر لاسه کېدو وروسته په مقامي ډول هم د روژې او اخترونو اعلانونه کوي چې له کبله یې دا موضوع په هغه هېواد کې لانجمنه پاتې شوې ده.

تر کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون، په ټول پاکستان کې یو ځای روژه نیول کېږي.

د روژې د میاشت په مناسبت د پاکستان د اورګاډو محکمې د ټېکېټونو بیې هم تر ۲۰ فیصده پورې د ټیټولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG