د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د غدارۍ او وفادارۍ معلومولو لپاره دې کمېشن جوړ شي


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان وزيراعظم له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د می په څوارلسمه په اسلام اباد کې د قامي امنيت په غونډه کې وويل شول چې په هند کې د ممبی حملو په اړه د پخواني وزيراعظم نوازشريف ورکړ شوی بيان غلط او تېرايستونکی دی.

د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له دفتره په ننئ خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نوموړي په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه هم ناست وو او ټول په دې نظر وو چې د ممبی حملو په اړه د نواز شريف بيان د هغه پر ګيلو ولاړ دی او حقيقت سره تړاو نه لري.

پخواني وزیراعظم او د حکمران ګوند ستر مشر، نوازشريف د می په دولسمه، ډان ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې پوښتنه راپورته کړې وه چې ولې له پاکستانه هغه کسان هند ته داخلېدو ته پرېښودل شول چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په ممبئ کې د حملو په کولو سره ۱۵۰ کسان ووژل. هغه زياته کړې وه چې ولې پر دغو تورنو مقدمه نه بشپړېږي؟

بلخوا نوازشريف د می په څوارلسمه په بنیر کې په يوه جلسه کې وويل چې پر ده د کړو خبرو له امله د پاکستان سره د غدارۍ تور پورې کېږي خو په وېنا يې داسې کمېشن دې جوړ شي چې د ټولو تاريخ راوسپړي چې ملک ته څوک څوک وفادار دي.

نوموړي زياته کړه: ((هغوی چې پاکستان په تيارو کې ډوبوي، محب وطن دي. هغوی چې د ترهګرۍ تخم کري، محب وطن دي او هغوی چې پوځي مارشل لا لګوي، محب وطن دي خو څوک چې خلکو منتخب کړي او خدمت کوي، هغوی ته غدار ويل کېږي! که زه داسې يم نو د رښتيا معلومولو لپاره قامي کمېشن جوړ کړئ. هر څوک چې مجرم ثابت شو، هغه ته سرعام پانسي ورکړئ.))

ياده دې وي چې هند د ۲۰۰۸ کال ممبئ حملو پلانولو تور د جماعت الدعوه ډلې پر بنسټ ايښودونکي، حافظ سعيد او ځينو نورو پاکستاني سخت دريځي ډلو مشرانو لګوي. امريکا سعيد د نړيوالو ترهګرو په ليست کې اچولی او د لس ميليونو ډالرو انعام يې پرې مقرر کړی. خو په پاکستان کې عدالت هغه ته د شواهدو د نشتوالي په بنياد سزا نه ده ورکړې. البته نوموړی دا مهال د عامه ګډوډۍ مخنيوي د قانون تر مخه په خپل کور کې نظر بند دی.

XS
SM
MD
LG