د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارپوهان: پاکستان، افغانستان او هند دې خپلې اړیکې ښې کړي


سیاسي کارپوهان وايي د پاکستان، افغانستان او هند ترمینځ له خرابو حالاتو څخه نه یوازې وسله وال ګټه پورته کوي بلکې سيمه هم په معاشي توګه پرمختګ نه شي کولای نو پکار ده چې دا ملکونه سره رایوځای شي او د سیمه ییز امنيت لپاره دې په ګډه سره کار وکړي.

د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په یوه مقامي هوټل کې د سيمې د امنيت په موضوع یو سيمنار وشو چې پکې ګډونوالو په دې خبره زور راوړو چې پاکستان، افغانستان، هند او د دې سیمې نور ملکونه که خپلمینځي اړيکې ښې کړي نو نه صرف د امنيت وضع ښه کېدلې شي بلکې دا سيمه به ورسره پرمختګ هم وکړي.

مشال راډيو چې کله په سېمنار کې موجود د سيمه ييزو چارو کارپوه امتياز ګل نه تپوس وکړو چې د دې درې واړو ملکونو ترمېنځه اړيکې په څه ډول ښه کيدلې شي نو نوموړې وايي ترڅو چې دا ملکونه په سياسي جغرافيايي (جيو پوليټکل) لوبو کې برخه اخلي تر هاغه وخته اړيکې نشي ښې کيدلې.

د نوموړي وينا ده پاکستان او هغې ګاونډي ملکونه د نړۍ د ځنې نورو ملکونو د سياست اله کار جوړ شوي دي لکه د پاکستان خپلې مجبوريانې دي او د هند او د افغانستان خپلې دي د یادو ملکونو مجبوريانې د امريکا پورې تړلې شوي او د پاکستان مجبوريانې د چين پورې تړلې شوي دي او تر څو چې دا ګاونډيان په خپلمينځ کې نه وي کښېننستي او د دې سيمې د ګټې سياست یې نه وي کړی نو تر هغو امنيت نه شي راتللی.

د ذکر ده چې پاکستان څو وارې هند ته د مذاکراتو بلنه ورکړې خو هند دريز لري چې مذاکرات تر هاغه وخته بې ګتې دي تو څو چې پاکستان هغه وسله وال ونه نيسي کوم چې په ملک کې د بدامنۍ په پيښو کې ککړ دي.

خو د دفاعي چارو کارپوه لېفټننټ جنرل ريټايرډ طلعت مسعود په دې خبره زور راوړي چې دواړو ملکونو له مذاکراتو لاره نه دې پرېښودل پکار ځکه چې ټولې خپل مېنځي شخړې د مذاکراتو د لارې هواريدې شي.

د نوموړي وينا وه پاکستان او هند د ېو بل پرضد داسې کاررواېانې کوي چې ېو بل غېر مستحکمه کړي یانې د هند پالېسۍ ته وګورئ چې له وجې پاکستان تر څه حده غېر مستحکمه دی که دواړه ملکونه خپل وسايل او خپل وخت د یو بل کمزوري کولو پر ځای د یو بل په خېر ښېګړه ولګوي نو پرمختګ به وکړي لکه اروپايي او لاتيني امريکا ملکونو ته وګورۍ هغوی چې په څه نا څه ډول له یو بل سره مرستې کوي نو داسې د دې سيمې ملکونو له هم پکار دي.

د ذکر ده چې هند او افغانستان دا تور پورې کوي چې نه صرف ترهګر په پاکستان کې پټنځايونه لري بلکې له دې خاورې يې په ملکونو کې د ترهګرۍ کاررواېانې کېږي خو پاکستان وخت پروخت دا تورونه رد کړي او وايي خپله خاوره به د هېڅ یو ګاونډي ملک پرضد استعماليدو ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG