د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو امریکايي سفارتکار له هیواده وتو ته پرېنښود


د امریکايي سفارتکار موټر
د امریکايي سفارتکار موټر

پراګ ـ پاکستان هغه امريکايي ډېپلوماټ ته چې په اسلام اباد کې د يوې ټرافيکي پېښې په دوسيه کې ښکېل دی، امريکا ته د تګ اجازه ور نه کړه.

پاکستان ويلي، په اسلام اباد کې د امريکا سفارت پر ډېپلوماټېک عملې يې نوي سفري محدوديتونه لګولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا خبرونه تاييد کړي.

روييټرز خبري اژانس د پاکستانيو رسنيو په حواله ويلي، د امريکا يوه پوځي الوتکه پرته له دې چې په اسلام اباد کې يو امريکايي ډېپلوماټ پکې سپور او خپل هېوا ته ولاړ شي، د جمعې پر ورځ ياد ښار ته نږدې له نور خان هوايي اډې څخه ستنه شوه.

دا له هغې يوه ورځ وروسته وه چې پاکستان په واشنګټن کې د پاکستانيو ډېپلوماټانو پر نقل و حرکت د امريکايي حکومت تر بنديز وروسته د ورته اقدام پرېکړه وکړه.

په اسلام اباد کې د امريکايي سفارت وياند د پاکستان له لوري د دوی يوه ډېپلوماټ ته له هغه هېواده د وتلو اجازې نه ورکولو پر موضوع پر مطبوعاتي رپورټونو له څه ويلو ډډه کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، د امنيتي ملحوظاتو له وجې نه شي کولای په اسلام اباد کې د خپل ډېپلوماټ د موقيعت په اړه معلومات ورکړي.

ليکنه وايي، پاکستان د امريکا لپاره ځکه د اهميت وړ دی چې په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته اکمالات هم د پاکستان له لارې ځي.

خو واشنګټن له يوې مودې راهيسې وايي چې پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو مشرانو ته پناه ورکوي او هم دا لامل دی چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغه هېواد پوځي مرستې بندې کړې دي.

د دواړو هېوادونو اړيکې د خالي پر ورځ هغه وخت لا پسې خرابې شوې چې پاکستانيو مقاماتو په اسلام اباد کې يو امريکايي ډپلوماټ ته خپل هېواد ته د تلو اجازه ور نه کړه.

د اسلام اباد يو عدالت د جمعې پر ورځ وويل، هغه امريکايي ډېپلوماټ ته ډېپلوماټېک معافيت نه ورکوي چې ګاډي يې د اپريل پر اوومه په اسلام اباد کې له يوه موټر سايکل سره ټکر کړی وو او ورباندې سپور ۲۲ کلن کس مړ شوی وو.

ليکنه د پاکستاني جيو ټي وي په حواله وايي، د امريکا د هوايي ځواک يوه الوتکه، پرته له دې چې له پاکستانه خپل دغه ډپلوماټ امريکا ته يوسي، د جمعې پر ورځ بېرته ولاړه.

د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د امريکا سفارت ته په ليږلي يوه مکتوب کې ويلي، د سفارت پر ټولې ډېپلوماټېک عملې هغو ته ورته سفري محدوديتونه لګوي چې امريکا په واشنګټن کې پر پاکستانيو ډپلوماټانو لګولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې پر خپلو ډېپلوماټانو د تګ راتګ بنديزونو خبرونه تاييد کړل خو په دغه اړه زیات تفصيل يې ور نه کړ.

XS
SM
MD
LG