د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د مستوفیت پر ودانۍ برید پای ته رسېدلی


د جلال اباد د مستوفیت ودانۍ ته مخامخ مارکیټ چې د چاودنې له کبله زیانمن شوی دی.
د جلال اباد د مستوفیت ودانۍ ته مخامخ مارکیټ چې د چاودنې له کبله زیانمن شوی دی.

جلال اباد: د ننګرهار چارواکي وايي د مستوفیت پر ودانۍ برید پای ته رسېدلی دی. دا برید د یکشنبې پر غرمه پیل شوی وو او یو شمېر وسله والو په ودانۍ کې دننه ډزې هم کولې.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، په دې برید کې نهه کسان مړه شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي دي. د روغتون چارواکي وايي، د شپږو ژوبلو تنانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

که څه هم د ننګرهار چارواکي وايي، د مستوفیت پر ودانۍ برید پای ته رسېدلی خو دوی لا هم خبریالان دننه ورتلو ته نه پرېږدي.

د عطالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ د یوې بجې په خواوشا کې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې د مستوفیت ودانۍ مخې ته بریدګرو لومړی موټر بم چاودنه کړې او بیا څو تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې.

خوږیاڼی زیاتوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې پر امنیتي سرتېرو سربېره د مستوفیت کارمندان او ملکي وګړي هم شامل دي.

د خوږياڼي په خبره یو تن بریدګر په ودانۍ کې امنیتي سرتېرو وژلی دی. د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د ننګرهار ولایت مستوفیت د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري او په سیمه کې اکثر د خلکو ګڼه ګوڼه وي.

XS
SM
MD
LG