د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال وايي، د نوم لیکنې او ټاکنو په بهیر کې به پراخه برخه واخلي


د خوست قومي مشران او دیني عالمان وايي، چې په هېواد کې د شته امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره-سره حاضر دي چې تذکرې واخلي، نوم لیکنه وکړي او د پخوا په شان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د نوم لیکنې د بهیر لپاره د ولسونو او قومونو د هڅولو او د افغان ولسمشر لخوا د برښنايي تذکرو د وېش د پیلیدو په ملاتړ، جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په یاده غونډه کې چې د ولسمشر یو شمېر سلاکار وزیرانو او له کابله راغلو میلیمنو برخه اخیستې وه، دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د نوم لیکنې او په تعقیب يې د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي او لدې لارې ولسي جرګې ته داسې استازي وروپيژني، چې د خپل هېواد خدمت کولو او ولسي ارزښتونو ته ژمن وي.

قومي مشر سیمن خان ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، تاکنې د ولسونو د برخلیک موضوع ده او د ستونزو سره-سره به نارینه او ښځینه په کې په پراخه کچه برخه اخلی:

"موږ خپل خویندې او وروڼه دې تیار کړي دي، چې باید پدې ملي پروسه کې په عظیمه توګه برخه واخلي، دا زموږ فرض دی او دلته زموږ د راتلونکې سرنوشت د ټاکلو موضوع مطرح ده، که ستونزې هم وي، خو بیا به هم مبارزه کوو او حتماً به نارینه او ښځینه په کې برخه اخلو."

د مولوي فقیرمحمد روحاني په نوم یو دیني عالم پر خلکو د تذکرو د اخیستلو غږ وکړ.

ده پدې برخه کې د عامه پوهاوي پر اړتیا هم ټېنګار وکړ او زیاته يې کړه چې ولسونه باید د رای د استعمال په ګټه او نه استعمال په زیانونو وپوهول شي.

مولوي روحاني وړاندې وویل:

"زه د یو مذهبي عالم په حیث پر ټولو خلکو غږ کوم، چې ټول دې په ټول توان پېژندپانې یا تذکرې واخلي، دویمه مساله په انتخاباتو کې د برخې اخیستل دي، خو دې لپاره اول شرط دادی چې رای اچوونکی باید د رای اچونې په ارزښت وپوهول شي، چې که رایه اچوي، ګټه يې څه ده او که پدې پروسه کې برخه نه اخلي څه نقصان رامنځته کیږي."

مولوي فقیرمحمد روحاني زیاته کړه، کچیرې ولسونه اهل کسان ولسي جرګې ته ونه لیږي، نو هغه کسان به ورشي، چې ولس او هېواد ته د ګټې پر ځای په زیان تمامیږي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په غونډه کې د خبرو پر مهال د ټاکنو او نوم لیکنو په اړه څو اساسي ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ویل، چې د نوم لیکنې مرکزونه باید د جوماتونو او ښوونځیو پر ځای په نورو ځایونو کې فعال شي، ځکه دا نسبتاً اوږده پروسه ده او پدې برخه کې له ګواښونو سترګې نشي پټیدلای.

ده وویل، په اصلي تذکرو په ټاکنو کې برخه اخیستل یو ښه اقدام دی، خو په هغې د سټیکرو لږول خلکو ته يې یو اظافي ستونزه ده چې باید لدې صرف نظر وشي.

خوست والي د نوم لیکنې او تذکرو د وېش روان بهیر ته په کتو د نویو تذکرو اخیستل هم یو ستونزمن بهیر وباله او ويې ویل، چې تر اوسه د ټاکنو ولایتي دفترونو ته هېڅ ډول امکانات نه دي ورکړل شوي.

خوست والي پدې وروستیو کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني له لوري د برښنايي تذکرو د بهیر د پیلیدنې هرکلۍ وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دا پروسه دې د خوست په ګډون ولایتونو ته هم وغځول شي.

ده ډاډ ورکړ، چې پدې برخه کې د خوست ولسونه او قومونه د افغان ولسمشر ملاتړي دي او ټول به برښنايي تذکرې اخلي.

​په غونډه کې د راغلي پلاوي په استازیتوب سلاکار وزیر دلبرجان ارمان په خپلو خبرو کې په ولسي جرګه کې د وړو کسانو شتون د موجودو ستونزو مهمه حل لاره وښوده او ډاډ يې ورکړ چې د خوستیو ولسونو غوښتنې به کټ مټ تر ولسمشره رسوي:

"موږ انشاالله غږ لرو، چیغه لرو، ناره لرو، د خپل هېواد عرف او عنعنه لرو، خو راځئ چې ملاوې وتړو او دا تذکرې واخلو، د کمبودیو غږ پورته کړئ او انشاالله هغه نیمګړتیاوې چې تاسو په ګوته کړې هغه به خپل ځای ته رسوو."

د افغان حکومت چارواکي داسې مهال په خوست کې د خلکو څخه د نوم لیکنې او د تذکرو د اخیتسلو په بهیر د پراخه برخه اخیستنې غوښتنه کوي، چې د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو لخوا د یاد ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وسلوال بریدونه شوي او له کبله يې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست کې د ټاکنو کمیسیون یوې سرچینې وویل، چې د وري د میاشتې له ۲۵ مې نیټې راهیسې تر اوسه د یاد ولایت په مرکزي سیمو کې نږدې ۳۳ زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

سرچینې ویلي، په یاد ولایت کې د هرې ورځې په تېریدو د نوم لیکنې بهیر کې ډېروالۍ راځي.

XS
SM
MD
LG