د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کابل تر غلام خانه د دویم سړک جوړیدل به ټولنیزې او اقتصادي ګټې ولري


د لوګر ولایت اوسیدونکي، مدني فعالان او چارواکي د کابل-لوګر د دویم سړک د جوړولو چارو ته خوشاله دي او هیله څرګندوي چې یاد سړک به په راتلونکې کې د خوست له غلام خان بندر سره ونښلول شي.

دوی وايي، د نوي سړک په جوړیدو سره به نه یوازې د ګاډو ګڼه ګوڼه او ټرافیکي پيښې راکمې شي، بلکې تر څنګ به يې د دې لارې په اوږدو کې سوداګري پرمختګ وکړي او د خلکو د اقتصادي ژوند په ښه کولو کې به ګټور تمام شي.

د لوګر یو تن مدني فعال صالح محمد پدې اړه مشال راډیو ته وویل:

"د لارو او سړکونو په جوړیدلو سره یوه سیمه پرمختګ کوي، موږ دې سړک ته ډېر خوشاله یو چې جوړ شي او ان غلام خان بندر ته ورسیږی، پدې لاره تجارت روان شي، نو ددې منطقې لوګر، پکتیا او خوست خلک په سوداګریز لحاظ ډېر ژر پرمختګ وکړي، کله چې سړک دوه لینه شي، نو پدې کې د ګاډو د جنګولو مخه نیول کیږي، موږ دې ته ډېر خوشاله یو."

د لوګر د ټولګټو چارو ريیس عبدالولي ريیس خېل وايي، چې د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ څخه لوګر ته جوړیدونکی دویم سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري او یو نیم میلیارد افغانۍ ورباندې لګښت کیږي، د اولې برخې چارې يې بشپړې شوي او په دویمه برخه يې هم کار روان دی.

ښاغلي رييس خېل زیاته کړه:

"د کابل-لوګر سړک په دوو ځلونو کې جوړیږي، د اولې برخې اتیا سلنه کار يې ترسره شوی، دویمه برخه کار يې یوازې لس سلنه مخته تللی، د دواړو برخو اوږدوالۍ ۴۵ کیلومتره دی، چې پدې دواړو برخو ۱،۵میلیارده افغانۍ لګښت کیږي."

د لوګر یو بل تن اوسیدونکی ګل الرحمن د کابل-لوګر د دویم سړک د ارزښت په تړاو وايي:

"دا دویم سړک خو د لوګر د خلکو، لويې پکتیا او بلخصوص تر خوسته پورې ډېر لوی سهولت دی، دا بیړنۍ ضرورت وو، ځکه پدې یو سړک د ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه وه، ترافیکي پيښې به رامنځته کیدې، خو د دې سړک په جوړیدو سره به د ګاډو د ازدهام او هغه ضرورت چې د دې سړک لپاره وو، د خلکو مشکل به تر یوه حده پورې حل کړي."

بلخوا د لوګر والي انورخان اسحاق زی وايي، چې د کابل-لوګر د نوي دویم سړک د کار کیفیت ته به ډېره پاملرنه وکړي او د همدې کار لپاره يې تخنیکي او مسلکي کسان توظیف کړي، چې په پرلپسې توګه ورڅخه نظارت ولري.

د لوګر والي زیاته کړه، هغو ګاډو ته چې له قانوني وزن يې ډېر وزن پورته کړی وي، پدې سړک د تګ او راتګ اجازه ورنکړي.

د چارو کتونکی ډاکټرعبدالولي وکیل وايي، چې له کابل سربیره د لوګر او پکتیا سره د کندهار د لويې لارې نښول او بیا دا لار د غلام خان بندر سره په وصل کیدو به پدې سیمه کې سوداګري لا پراخه کړي او پر کابل به د باروړونکو ګاډو د ګڼه ګوڼې په کمولو کې هم مهم رول ولري.

عبدالولي وکیل هیله څرګندوي چې د سویل ختیز زون پر امتداد نوي سړکونه به د افغانستان د اقتصاد پر پیاوړتیا مثبته اغېزه ولري.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

جنرال عبدالرازق څوک و؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG