د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي ، پر فاټا اصلاحاتو له ګوندونو سره خبرې جاري ساتي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وفاقي حکومت هیله ښودلې چې د قبایلي اصلاحاتو بهیر به ژر پیل کړي او دا چې په دې اړه یې له ټولو سیاسي ګوندونو او پارلېماني مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی.

پرون مازیګر په اسلام اباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د قبایلي سیمو د اییني حیثیت د بدلون په اړه د سیاسي مشرانو دویمه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق او له اپوزیشن مشر سید خورشید شاه علاوه د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند، تحریک انصاف، اېم کیو اېم پاکستان، نیشنل پارټۍ، جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو ګډون وکړ.

د وزیراعظم مشاور امیرمقام بېګا مشال راډیو ته وویل، شاوخوا ټول ګوندونه په خیبر پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو په حق کې دي البته پرونۍ غونډه پر دې موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو د اعتراضونو له کبله بې له نتیجې پای ته ورسېده.

دواړه ګوندونه وايي چې په قبایلو کې تر هر ډول بدلون مخکې دې د هغو سیمو له ټول ولسه رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG