د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې بیا سکولونه ړنګول کېږي


د شمالي وزيرستان د ميرعلي په خسو خېلو او موساکي سيمو کې په تیرو څلورو ورځو کې د جينکو دوه سکولونه په بمونو ړنګول شوي دي.

بلخوا مشکوکه وسله والو د سيمې خلکو ته دړکه کړې چې ستری جينکۍ دې سکولونو ته نه ليږي.

وسله واله ډله چې ځان اتحاد المجاهدين شمالي وزيرستان بولي په سيمه کې يې په اوردو ژبه ليکل شوې پمپلېټې يا خطونه غورځولي چې پکې دړکه ورکړل شوي چې د هغو سکولونو مالکان به په نښه کوي چې د لوي عمر جينکۍ پکې زده کړې کوي.

بلخوا ځايي اوسیدونکو د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې په شمالي وزيرستان کې په پولونو او ديوالونو ليکل شوي چې ډېر زر دغه سيمو ته داعش وسله وال ورروان دي.

د ميرعلي مرستيال پوليټېکل ايجنټ زبير خان د زيارت پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې د يوه سکول د ړنګېدو خبره ومنله خو نوموړی وايي چې له دې پېښې وروسته پوځ په سيمه کې د لټون عمليات کړي.

نوموړي دا هم وويل چې د پمپلېټو غورځولو ريپوټونه راغلي خو ده خپله پمپلېټې نه دي ليدلي:

"سکول ته چاوديدونکي توکي ايښودل شوي وو خو مالومه نده چې چا ايښودلي وو. له پېښې وروسته پوځ د لټون عمليات کړي خو څوک نه دي نيول شوي. د پمپلېټو غورځولو ريپوټونه راغلي خو پمپلېټې ما خپله نه دي کتلي."

بلخوا د فاټا سپريم کونسل د شمال وزيرستان غړی احمد سعيد وايي په ميرعلي کې د سکولونو ړنګېدو او د وسلوالو لخوا د دړکو وروسته د سيمې ولس سخت ويريدلی دی.

نوموړی وايي دوی په دې لړ کې ډېر زر د شورا غونډه رابلي:

"په نورجان ګل سکول حمله شوې يا په يونس سکول حمله شوې اوليکل هم شوي. نو دې واقعياتو واقعې په خلکو کې دا ويره ترهه خوره کړې چې دا څنګه چل دی چې د ضرب عضب عملياتو باوجود داقسمه پيښې رامنځته کيږي يا د خلکو ژوند په خطر کې دی. او داسې ښکاري چې خلک بيا له بې ثباتۍ سره مخ کيږي.تر اوسه په شمالي وزيرستان کې چا په سکولونو حملې نه دي کړي او دا لومړی وار دی. کېدای شي موږ ډېر زر په دې اړه د فاټا کونسل غونډه راوبلو او د دې تازه حالاتو په رڼا کې يو لايحه عمل وټاکو چې بايد موږ اوس څه وکړو."

بلخوا د شمالي وزيرستان يو مشر ملک خان مرجان بيا وايي چې سيمه يې د امنيت لور ته روانه ده خو ځينې بهرني قوتونه په سکولونو د بريدونو او دړکو په وسيله د سيمې د خرابولو سازش کوي خو دوی به يې مخه نيسي:

"د تورې شپې اولاد تکړه وي هغه ليکل هم کولی شي. په تورشپه کې دا ليکل کيږي او چېرته به خط هم غورځيږي خو د ورځې يې هيڅ څوک نشي کولی. د دې خبرو مخنيوی اسان دی. موږ اوس په دې کې ستړي شو. په زخميانو ستړي شو، په اسپتالونو ستړي شو ،په جنازو پورته کولو ستړي شو.موږ اوس امن غواړو او قبايلي سيمه اباده غواړو."

په شمالي وزيرستان کې د سکولونو او وسله والو لخوا د سکولونو مالکانو او زده کونکیو ته د دړکو ورکولو خبرې پر داسې وخت کېږي چې د ضرب عضب پوځي عملياتو په نتيجه کې دغه سيمه له وسله والو پاکه ګرځول شوې او ډېری اوسيدونکي يې خپلو سيمو ته ستانه شوي.

په شمالي وزيرستان کې د مشکوکه وسله والو پرضد په ۲۰۱۴ م کې د شورو شوو پوځي عملياتو له کبله شا و خوا لس لکه خلک بې کوره شوي وو چې اوس يې هم د ستنېدو لړۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG