د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: په خوست کې د وروستیو پېښو عاملان نیول شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عامیلین د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي، چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

دوی زیاتوي، وړمه اونۍ د ناپېژاندو وسلوالو لخوا د بي بي سي راډیو خبریال احمدشاه او په تعقیب کې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د بمي چاودنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د چارواکو په وینا د دواړو یادو پېښو عاملان نیول شوي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي یوې ولسي غونډې ته چې د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو او ځايي چارواکو په کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی رسنیو او خلکو سره د دواړو پېښو د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه او نن افغان کشفي او امنیتي ادارو دا ژمنه پوره کړه.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"نن به تاسو ته دومره ډاډ درکړم، چې لله الحمد د خپلو امنیتي او کشفي ادارو په هلو ځلو سره نن د دواړو پېښو عاملین نیول شوي، تر تحقیقاتو لاندې دي، چې د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي."

خوست والي پدې برخه کې د نیول شویو کسانو په اړه ډېر توضیحات ورنکړل، خو ويې ویل چې ډېر ژر به پدې برخه کې پوره مالومات له رسنیو سره شریک کړي.

بلخوا کتونکي د امنیتي او کشفي ادارو دا لاسته راوړنه ستایي او زیاتوي چې د امنیتي پېښو د زیاتیدو یو لامل دادی چې قانون ماتونکي د پېښې تر پوره روښانتیا نه تعقیږي، چې له کبله يې دا ډول خلک په بیا-بیا ورته پيښې کوي.

XS
SM
MD
LG