د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ګوندونه: د انتخاباتو ځنډېدل به خطرناکې نتیجې ولري


په پاکستان کې هر پینځه کاله وروسته پارلېماني انتخابات کېږي
په پاکستان کې هر پینځه کاله وروسته پارلېماني انتخابات کېږي

پراګ - د پاکستان یو شمېر لویو ګوندونو خبرداری کړی چې د ټاکنو ځنډېدل به د هېواد ثبات او د جمهوریت لپاره خطرناکې نتیجې ولري.

د ګوندونو مخکښان پر داسې مهال د انتخاباتو په اړه شکونه لري چې د پاکستان الېکشن کمېشن د مې پر اتمه د ضلعي انتخاباتي افسرانو او د هغوی د کاري حلقو په اړه لېسټونه خپاره کړل او یو شمېر پاکستانیو رسنیو وویل چې انتخاباتي کمېشن د جولای په اخري اوونۍ کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو کول غواړي.

خو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال د حملې، په پاکستان کې د سپریم کورټ ځېنو پرېکړو او اقداماتو او د حکومتي ګوند مسلم لیګ (ن) له خوا پر عدلیې مسلسلو انتقادونو، ځېنې ګوندونه اندېښمن کړي دي چې کېدای شي ټاکنې پر خپل وخت ونشي.

د عوامي نیشنل ګوند یوې مشرې او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د هېواد سیاسي حالات ښيي چې په پارلېماني انتخاباتو کې د ځنډ امکان شته.

بشرا ګوهر زیاتوي چې که انتخابات ونشول نو په هېواد کې سیاسي بې ثباتي پیدا کېدای شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړی عبدالرحیم زیارتوال پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو تور پورې کوي چې د انتخاباتي بهیر ځنډولو هڅې کوي.

خو د جماعت اسلامي یو مشر پروفیسر ابراهیم وايي چې ثبوت نه وي، په هېچا د انتخاباتي بهیر د ځنډولو تور پورې کول مناسب نه دي.

دی البته خبرداری ورکوي چې که داسې وشول نو خطرناکې نتیجې به ولري.

هلته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د شورو پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، انتخابات باید پر مقرر وخت وشي:

((انتخابات باید پر خپل وخت وشي. زموږ تیاری د ټاکلي وخت لپاره ده. پاکستان تحریک انصاف د جولای [په پای کې] د انتخاباتو تیاری کوي او که خدای کول، ژر به ټکټونه ورکول هم پیل کړو.))

د پیپلز ګوند سېنېټر خانزاده خان وايي، په پاکستان کې حالات سم دي او ګڼي چې انتخابات به پر خپل وخت وشي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر حاصل بزنجو تېره اوونۍ په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې داسې هېڅ دلیل نشته چې په پاکستان کې دې انتخابات وځنډول شي. خو د مسلم لیګ (ن) ځېنې مشران شکمن دي.

په پاکستان کې د اوسنیو صوبايي او قامي اسمبلیو اییني موده د روانې میاشت تر پایه پورې ده. له اساسي قانون سره سم، باید حکومت او اپوزیشن دواړه نګرانې ادارې جوړې کړي چې هغوی به انتخابات کوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي د مې تر نیمايي پورې به د نګران حکومت د چارواکو نومونه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG