د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان: ګڼو زده کوونکیو ساینسي ايجادات وړاندې کړل


د خيبرپښتونخوا په سوات کې د لومړۍ او کاميابې ساينسي مېلې تر کولو وروسته اودهيانه ټولنې په مردان کې د سکولونو د ماشومانو لپاره ساينس فيسټېول جوړ کړ. د مردان ساينس فيسټېول د ضلعي حکومت په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د اودهيانه ټولنې يو مشر ډاکټر جواد اقبال مشال راډيو ته وويل: (( د مردان ضلعې ناظم له موږ څخه وغوښتل چې سوات ساينس مېلې ته ورته يو پروګرام د دوی لپاره هم ترتيب کړو. مردان ساينس فيسټېول مو د مې پر نهمه او لسمه راجوړ کړی دی. په اولنۍ ورځ شاوخوا څلور زره هلکان او جينکۍ زدوه کوونکي موږ ته راغلل او خپل جوړ کړي شيان يې نندارې ته وړاندې کړل. نجونو ډېرې ښکلې ماډلې تيارې کړې وې. خلکو دې ماشومانو ته ډېر داد ورکړ.))

سروی ګانو ښودلې چې د خيبرپښتونخوا د سکولونو ماشومان په زده کړو کې هغومره ښه نه دي لکه چې د پنجاب او سېند صوبو هغه دي.

مردان ساينس فيسټېول ته له اسلام اباده ورغلې يوې استادې مېرمن سندس مشال راډيو ته وويل، دا د پښتنو ماشومانو د قابليت په ليدو ډېره خوشاله شوه. نوموړې زياته کړه، دا رقم نندارتونونه د ماشومانو د فکري روزنې له چارو سره مرسته کوي. ((ماشومان ډېر قابلان وو او ښکلي پراجيکټونه يې جوړ کړي وو. زياتره ماشومانو په انګليسي ژبه خبرې کولی شوې چې دغه کار هم زه حيرانه کړم، ځکه ما له هغوی هېڅ دا تمه نه لرله.))

د سندس په خبره دې مېلې ته له پينځو شپږو سوو په شاوخوا کې ماشومان ورغلي ول. ((زه فکر کوم که د ماشومانو لپاره دا رقم نندارتونو جوړ شي، چې هغوی پکې روباټونه او نور ساينسي شيان وويني، نو د سکول د عادي سبقونو پرتله هغوی زيات ښه او ګټور معلومات تر لاسه کولای شي.))

له حکومته ګيلې

د اودهيانې ټولنې ځوانانو د ماشومانو لپاره لومړنی دوه ورځنی ساینسي نندارتون په اپريل مياشت کې د سوات په مېنګوره کې جوړ کړی وو. د دې ټولنې مشر جواد اقبال وايي، د ماشومانو د ښه تعليم او روزنې لپاره ضروري ده چې د هغوی په درسونو کې د ساينس مضامين شامل شي.

جواد اقبال په خواشينۍ سره زياتوي چې د خيبرپښتونخوا له حکومتي چارواکو سره يې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د ساينسي مېلو جوړولو خپل پروګرام شريک کړی، خو هغوی دلچسپي نه ده ښودلې.

اقبال زياه کړه: ((موږ خلکو ته ورځو او ورته وايو چې زموږ د ټولنې د ستونزو د حل او د وطن د ښېرازۍ يوازېنۍ لار دا ده چې ماشومانو ته مو ښه او معياري تعليم ورکړو. د هغې لپاره ضروري ده چې موږ ماشومانو ته رياضي او ساينس ورزده کړو. موږ څو وارې وزير اعلا ته هم د خپل دې پيغام رسولو کوښښ وکړ، خو کوم مثبت ځواب مو ترلاسه نه کړ.))

د اودهيانه ټولنې مشر جواد اقبال وايي، دی او ملګري يې تيار دي چې د صوبې په نورو ضلعو کې هم، پرته له دې چې مالي ګټې تر لاسه کړي، د ماشومانو لپاره ساينسي مېلې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG