د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران له موافقې د امریکا وتل پر افغانستان څه اغېز لرلای شي؟


افغان حکومت تمه ښيي چې د ایران د اټومي پرېکړه لیک د امریکا وتل او د تهران او واشنګټن ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ به پر افغانستان بدې اغیزې ونه کړي.

افغان حکومت د افغانستان په اړه سیمه ییزې او نړیوالو اجماع ته په کتو خوشبیني ښيي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو خرابېدل به د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز ونه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې کابل له واشنګټن او تهران سره دوستانه اړیکې لري او له ټولو هېوادونو سره به دغه سیاست ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړ:

شکیب مستغني
شکیب مستغني

"هغه اجماع چې د افغانستان په اړه په سیمه او نړۍ کې رامنځته شوې له مخې یې موږ باور لرو چې د افغانستان په اړه د هېوادونو لیدلوری ګډ او پر همکارۍ ولاړ دی نو ځکه موږ خوشبین یو چې د افغانستان پر وضعیت به ناوړه اغېزې ونه لري."

تېره شپه امریکا اعلان وکړ چې هېواد يې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵م کال له اټمي موافقې وځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، تهران له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او پر ایران د امریکا پر اټومي بندیزونو هم بیا کتنه کېږي.

ټرمپ ګواښ وکړ چې پر تهران به په لوړه کچه سخت اقتصادي بندیزونه وضع شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا له دغې هوکړې څخه د امریکا د وتلو له اعلان وروسته وویل چې له دې وروسته ایران له هغو هېوادونو سره چې دا هوکړه لیک يې لاسلیک کړی خپل اټومي کار له سره پیلوي.

افغانستان له امریکا سره ستراتژیکې اړیکې لري او هغه هېواد په افغانستان کې د تر هګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشري په غاړه لري.

کابل له تهران سره هم نېږدې اړیکې پايي او له هغه هېواد سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په ډېرېدو ده.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني دغې موضوع ته په اشارې وايي، د امریکا او ایران تر منځ کړکېچ بیا د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه:

داوود کلکاني
داوود کلکاني

"ایرانیان غواړي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو ګټو ته زیان ورسوي او فشارونه وارد کړي، چابهار بندر له طالبانو ملاتړ، د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري او په ایران کې د افغان کډوالو موضوع او ځينې نور هغه مسایل دي چې پر افغانستان باندې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او پوځي لحاظ اغېز کولای شي."

له دې وړاندې ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت ښودلی خو دا هېواد هم تل له طالبانو څخه په ملاتړ تورن شوی چې خپله ایران یي بیا ردوي.

د سیاسي اړیکو تر څنګ د کابل او تهران تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه او په هغه هېواد کې د سلګونو زرو افغان کډوالو ژوند هغه عمده مسایل ګڼل کېږي چې د امریکا او ایران د اړیکو له خرابېدو سره به پر دغو برخو منفي اغېز وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG