د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: پاکستان پوځ دې د پي ټي ایم غوښتنې ومني


د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان ویلي دي باید چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې هغه غوښتنې ومنې چې د دوی آییني او بشري حق دی او پکار ده چې قبایلي ولس ته ټول هغه اسانتیاوې او پرمختیا ورکړې شې چې د پاکستان نور سیمو او خلکو ته ورکړل شوې دي.

نوموړي د پي ټي ایم اکثریت غوښتنې اییني وبللې.

د ګل په ماښام باچا خان مرکز پېښور کې د جشن خیبر پښتونخوا په مناسبت جوړه دستوره کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر دا هم وویل که چرې د پښتون تحفظ مومنټ او حکومت ترمینځ د خبرو اترو او جرګې په لار ټولې شخړې هوارې شي نو دا به د ټول قام په ګټه وي.

اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې قبایلي سیمې دې زر تر زره په خیبر پښتونخوا کې شامل کړې شي او راروانو عمومي ټاکنو کې دې قبایلي سیمو ته په صوبايي اسمبلۍ کې نمایندګې ورکړل شي او د دې لپاره دې د انتخاباتو کمیشن په فاټا کې صوباي اسمبلۍ لپاره حلقه بندي وکړي.

دغه غونډې ته د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو میا افتخار حسین، افراسیاب خټک بشیر مټه او امیر حیدر خان هوتي هم ویناګانې وکړې.

XS
SM
MD
LG