د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: مذاکرات کوو خو له بااختياره خلکو سره


محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان په پارليمان کې د خېبر ايجنسۍ استازي، شاه جي ګل اپرېدي په مشرۍ د می په اوومه نېټه شوي جرګه کې پرېکړه شوې چې له بېلابېلو قبايلي سيمو غوره شوي خلک به د پښتون ژغورنې غورځنګ سره مذاکرات کوي.

په دوشنبه اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې دوی به د می تر لسمې پورې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره يوې نتيجې ته رسېږي او په دې توګه به د پوځ او ياد غورځنګ نېغه په نېغه خبرو ته لار هوارېږي. ''ما پخپله د خپل پوځ مشرانو سره د دې لپاره رابطې وکړي. هغوی راته وويل چې د پېښور کمشنر او د خېبر پښتونخوا حکومت به دې لړ کې مرسته کوي. دا یې هم راته ويلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران چې د هر چا سره خبرې کول غواړي موږ ورته تيار يو.''

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې هغه غېب کړل شوي کسان دې پېدا او عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې په وېنا يې امنيتي ادارو لادرکه کړي دي.

رياست دې موږ سره د يو چېنل له لارې خبرې وکړي. اوس له نيزدي ديارلسو فورمونو موږ سره خبرې کول غواړي. نه پوهېږم چې سرکاري چېنل کوم دی؟
محسن داوړ

محسن داوړ د می په ومه مشال راډيو ته وويل که رياست رښتيا هم د دې مسايلو حل او په قبايلي سيمو کې امن غواړي نو د اوس په شان د دېارلس لارو دې دوی سره مذاکرات نه کوي. ((د شاه جي ګل صېب جرګې ته موږ پخوا هم ويلي وو چې مذاکرات کوو خو د با اختيارو خلکو سره. داسې چا سره د چې د خپلو فېصلو د عملي کولو واک ولري.))

پښتون ژغورنې غورځنګ په قبايلي سيمو کې د پوځي چيک پوسټونو کمېدل او ګرځبندېزونو يا کرفيو ختمول هم غواړي. د پاکستان پوځ منلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د آيين خلاف نه دي او په دير او مومندو کې یې ځيني چيک پوسټونه ځايي انتظامیې ته سپارلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو "ځورونه"

دا په داسې حال کې ده چې په لاهور، کراچۍ، سوات او ځينو نورو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي نيول شوي خو تر پوښتنو وروسته پرېښودل شوي دي. محسن داوړ وايي رياست ورته له يوې خوا جرګې ورلېږي او له بلې خوا يې ملګري ګواښي. د داوړ په خبره که مذاکرات پېلولو او کاميابول لپاره بايد امنيتي ادارې له دې کارونو لاس واخلي.

پوځ په ځينو ځايونو کې چيک پوسټونه ځايي انتظاميې ته سپارلي دي

د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د می په دېارلسمه په کراچۍ کې جلسه کوي. دوی تر سوات، لاهور، پېښور او بلوچستان تر لويو جلسو مخکې لومړۍ احتجاجي دهرنه په فرورۍ مياشت کې په اسلام اباد کې کړې وه.

هغه د حکومت په دې ليکلې وعده ختمه شوه چې ويلي يې وو د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې مني خو د دې غورځنګ غړي وايي تر اوسه ورسره دا ژمنه پوره نه شوه نو ځکه احتجاجونه نه ودروي.

XS
SM
MD
LG