د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ټاکنو کمېشن د انتخاباتو ځنډېدو اوازې ردوي


د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکيو هغه اوازې ناسمې بللې چې د سږني کال جولايي په پنځلسمه کېدونکې پارلماني ټاکنې ځنډېږي. د دې کمیشن یوه چارواکي خورشيد عالم د می په اوومه نېټه مشال راډيو ته وويل که ټاکنې ځنډېږي نو دا به د دوی د تياريوو له کبله نه وي بلکې کېدای شي سياسي وجه ولري.

نوموړي زياته کړه: ''د رايو مرکزونو غوراوی بشپړ شوی دی. د څارونکیو افسرانو ليست هم نن تاييد او موږ ته راغلی. موږ ټولې تياريانې پوره کړې دي. تر اوسه موږ ته هيڅ داسې څه اشاره د مشرانو له خوا نه ده راکړل شوي چې ټاکنې کېدای شي په خپل وخت ونه شي. موږ ورته تيار يو. که ځنډېږي نو دا به د مقتدرو سياسي يا نورو قوتونو له خوا وي. زموږ له خوا نه. موږ ورته سل فيصده تيار يو.''

د ټاکنو کمېشن دا ډاډ په داسې وخت کې ورکوي چې د پاکستان ليري شوي وزیراعظم نوازشريف نن په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل داسې اوازې دي چې د سازش له مخې د راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو کوښښ کېږي.

نوازشريف: ټاکنې بايد په هر قېمت وشي
نوازشريف: ټاکنې بايد په هر قېمت وشي

د هغه په خبره د ده ګوند مسلم لېګ (ن) ګټونکی دی نو ځکه ورته د ټاکنو ځنډېدل د منلو نه دي. ''انتخابات بايد په هيڅ قيمت ونه ځنډېږي او نه یې هم موږ ځنډېدو ته پرېږدو. اوس خلک راويښ شوي دي. تاسي د قوم جذبه وينئ. د پاکستان په اويا کلونو کې کله خلکو کې دومره جذبه نه وه. له هر کوره دا چيغه راووځي چې ووټ ته عزت ورکړئ. نو په دا دومره جذباتي چاپېريال کې به ولې ټاکنې ځنډېږي؟''

د قانون تر مخه بايد لومړی، د مسلم لېګ (ن) ګوند اوسني حکومت وخت تر ټاکنو مخکې ختم او پر ځای یې نګران حکومت راشي. د دې لپاره د مسلم لېګ (ن) او اپوزيشن پيپلز ګوند خبرې روانې دي. پاکستاني رسنيوو د پيپلز ګوند يو مشر خورشيد شاه له خولې ليکلي چې د روانې می مېاشتې تر شپاړسمې به د نګران وزیراعظم په توګه د يو کس په نامه اتفاق وشي.

XS
SM
MD
LG