د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندیو انجنیرانو د راخوشېکولو لپاره د افغان حکومت ډاډ


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له هندۍ سیالې سوشما سواراج سره په نوي ډیلي کې. د ارشیف تصویر

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خپلې هندۍ سیالې ته ډاډ ورکړ چې په بغلان کې د تښتول شویو هنديو انجینیرانو د راخوشېکولو لپاره بشپړې هڅې کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام په یوه بیان کې وویل چې رباني د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ته ټېلیفون وکړ او هغې ته یې ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به خپل ټول توان په کار واچوي چې تښتول شوي هندي انجینیران راخوشې او امنیت یې ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت د تښتول شویو هندي انجینیرانو شمېر پنځه تنه ښودلی خو د بغلان چارواکو بیا دغه شمېر اوه تنه یاد کړی دی.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي مشال رېډیو ته وویل چې دا انجینیران د یکشنبې په سهار وسله والو طالبانو تښتولي دي. په کابل کې د هند سفارت چارواکو هم رویټرز ته ویلي د خپلو انجینیرانو د خلاصولو لپاره جدي هڅې کوي، دې انجینیرانو د افغانستان برېښنا شرکت ته کار کاوه.

د معلوماتو له مخې په دغه شرکت کې ۱۵۰ هندي انجینیران کار کوي.

XS
SM
MD
LG