د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیمرا جرمانې او د تلویزونونو ځواب


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پاکستان د ځینو تلویزونو مسولین د پیمرا له خوا پر دوی لګول شویو جرمانو په اړه بیلا بیل نظرونه لري. په دوی کې ځیني وايي د ایین د نولسم ارټیکل له مخې پر دوی یو لړ بندیزونه لګول شوي دي، خو ځیني نور بیا وايي د پیمرا جرمانه دوی ته دا یادګیرنه ورکوي چې خپل خبرونه لا نور کره کړي.

د پاکستان د جیو تلویزون خبریال حامدمیر وايي، دایین د نولسم ارټیکل د بدلولو ضروت دی. خو حکومت په دې خبره کې جدي نه معلومیږي. دی وايي هسې خو دا ارټیکل د رسنیو د خپلواکۍ خبره کوي خو پر رسنیو یو لړ بندیزونه هم لګوي. دی زیاتوي د ایین نولسم ارټیکل له مخې پر عدالتونو، پر امنیتي ادارو، تر دې چې په دوستو هیوادونو هم تنقید نه شي کېدی. دی زیاتوي د رسنیو د ازادۍ لپاره د دې ارټیکل بدلول اړین دي:

((یو خو د ۱۹ م ارټیکل د بدلولو ضرورت دی، تر هغې چې دا بدل کړل شوی نه وي، نو د پاکستان بیلا بېلې ریاستي ادارې به د دې ارټیکل په پلمه پر رسنیو بندیزونو لګولو ته دوام ورکوي.))

حامد میر وړاندې وویل چې ترڅو دا ارټیکل بدل شوی نه وي، رسنۍ مجبورې دي چې د پیمرا جرمانو او بندیزونو ته غاړه کېږدي. او همدا ده چې جیو او نور تلویزونونه د جرمانو سره مخ شول. دی وايي د پیمرا له غاړې دا لومړی ځل نه دی بلکې پخوا هم دا ډول محدودیتونه پر جیو او نورو بريښنايي رسنیو لګول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د برقي رسنیو د انتظام ادارې پيمرا د تېرې جمعې پر ورځ د یو نوټیفیکشن په جاري کولو سره پر یو شمېر پاکستاني تلویزونونو له دې کبله جرمانه لګولې وه چې ګواکې دوی د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د لور مریم نواز په هکله ناسم خبر خپور کړی دی.

پیمرا وايي، یادو پاکستاني چینلونو دا خبر ناسم خپور کړی چې ګواکې سپریم کورټ د نواز شریف او مریم نوازپر بیانونو بندیز لګولی دی. پیمرا دغو تلویزونونو ته دا هم ویلي دي چې د دغه خبر وضاحت دې وچلوي او خپله غلطي دې اصلاح کړي.

په پېښور کې د مشرق تلویزون یو مسول ساجد ټکر مشال راډیو ته وویل، دوی مني چې سهوا یې ناسم خبر خپور کړی و. دی وايي د پیمرا پر حکم اعتراض نه لري او جرمانه به هم ادا کړي.

په اسلام اباد کې مېشت سینیر خبریال طاهر خان وايي پاکستاني رسنۍ د بریکنګ نیوز د روایت د برقرار ساتلو لپاره کله کله دا ډول خبرونه چې تر اوسه یې رسمي منابعو پخلی نه وي کړی، خپروي چې د پیمرا لخوا تر څارنې وروسته پر دغو رسنیو بندیزونه یا جرمانې لګول کېږي.

د پیمرا له غاړې جرمانه پر ۱۶ تلویزونونو لګول شوې چې پکې جیو، ایکسپریس، سما، دنیا، ای ار وايي، مشرق او ځیني نور شامل دي. له چینلونو څخه تفصیلي وضاحت هم غوښتل شوی او ورته ویل شوي چې که پر دغه پرېکړه یې عمل ونه کړ نو بندیزونه به پرې ولګول شی.

XS
SM
MD
LG