د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د دوشنبې له ورځې د پوليو وايروس ضد کمپاین پیلیږي


د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او خلکو وغوښتل، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ یا فلج پر ضد د واکسینو په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي.

د یکشنبې په ورځ د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د واکسینو د ملي کمپاین د پرانیست غونډې په څنډه کې د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري مشال راډیو ته وویل چې د پولیو د مرض له منځه وړل د افغان حکومت له مهمو موخو څخه دی او هڅه کوي چې په نږدې راتلونکې کې د نړۍ د ډيریو هېوادونو په شان افغانستان کې هم دا ناروغي له منځه ولاړه شي.

ده له دیني عالمانو، قومي مخورو او روڼ اندو هیله وکړه چې ماشومانو ته واکسین ورکولو لپاره د کورنیو په هڅولو کې دوی سره همکاري وکړي.

موږ ژمن یو چې په خوست کې دا پروګرام په ښه ډول پلی کړو او هېڅ ماشوم زموږ د پوښښ له ساحې دباندې پاتې نشي.
داکټر حجبيب شاه

ډاکټر حبیب شاه انصاري زیاته کړه:

((دا واکسین به د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي، موږ ژمن یو چې په خوست کې دا پروګرام په ښه ډول پلی کړو او هېڅ ماشوم زموږ د پوښښ له ساحې دباندې پاتې نشي))

د عامې روغتیا رييس د سپیرې ولسوالۍ اړوند د میرڅپر په سیمه کې چې د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ هم په کې میشتې دي، د واکسینو د نه رسیدو په باب وویل، چې له ځايي مشرانو سره په اړیکه کې دي او ښايي ژر هغه سیمې ته د دوی د ټیمونو ورتګ ته زمینه برابره شي.

په خوست کې یو معالج ډاکټر ګل محمدالدین محمدي د ګوزڼ پر ضد د ناروغی د واکسینو د ارزښت په باب وايي:

((د پولیو پر ضد ماشومانو ته تظبیق کیدونکې واکسین څه ضرر نلري، که ماشومان مو ویده وي، یا ناروغان وي، یا د خپلو خپلوانو کره بلې سیمې، کلي او ولسوالۍ ته تللي وي، دوی ټولو ته د پولیو د واکسینو دا دوه څاڅکي تطبیقولای شئ،))

بل خوا دیني عالمان درملنه او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې یوه دینی وجیبه بولي.

افغانستان د نړۍ له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د پولیو یا ګوزڼ وايروس لاهم شته.

مولوي محمدعارف عرفان وايي، خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي او له نورو خلکو هم غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینو کې غفلت او بې پرواهي ونه کړي.

مولوي عارف الله عرفان وايي:

((غوښتنه مې داده چې زه په خپله هم د خپلو ماشومانو د واکسینو په تطبیق کې ناغیړي نه کوم، له خلکو هم غوښتنه کوم چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي، ځکه چې پیغمبر ص فرمايي الله پاک مرضونه پیدا کړي دي راځئ په ګډه د مرضونو د علاج لپاره کوښښ وکړو.))

افغانستان د نړۍ له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د پولیو یا ګوزڼ وايروس لاهم شته.

XS
SM
MD
LG