د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست چاودنه، د وژل شویو شمېر ۱۷ ته ورسېد


خوست - د افغانستان په خوست کې د یکشنبې پر ورځ د نوم لیکنې له مرکز سره نېږدې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، بمي چاودنه د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د نوم لیکنې مرکز ته نږدې شوې ده.

روغتیايي چارواکي وايي، په برید کې ټول ۳۴ کسان ژوبل دي.

د پيښې په ځای کې د خوست د امنیه قوماندانی سرپرست سمونمل عبدالحنان مشال راډيو ته وویل، چې چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته وشوه او وژل شوي زياتره ولسي وګړي دي.

نوموړي زياته کړه چې ټپیان يې د خوست حکومتي او نورو خصوصي روغتونو ته لیږدولي دي.

د یعقوبیو اډې جومات له بهرني انګړ سره د نوملیکنې مرکز جوړ وو
د یعقوبیو اډې جومات له بهرني انګړ سره د نوملیکنې مرکز جوړ وو

د خوست د عامې روغتیا مشر ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل چې په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او بله ژوبله ده.

نوموړي زياته کړه چې په خوست کې د ولایتي روغتون او څلورو نورو خصوصي یا شخصي روغتونونو کې چې ټپیان وروړل شوي، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده چې باید د ټپیانو د وضعیت تر ښه کیدو په روغتونونو کې پاتې شي.

ده دا هم وویل چې اوسمهال د ټپیانو روغتیايي حالت مخ په ښه کیدو دی.

تر اوسه د پيښې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG