د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالم زيب مسود خپل ټول وخت د لادرکه کسانو دردونو او موندلو ته ورکړی دی


د ۲۰۰۰ م کال په پیل کې چې په پاکستان کې ترهګرۍ ضد جګړه پیل شوې ده له هغه را وروسته په دې هېواد کې د خلکو د لاردکه کولو لړۍ دوام لري.

پر دې مهال ګڼ شمېر کسان ورک کړل شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه د جسټس جاويد اقبال په مشری کې يو کمیشن هم جوړ کړی دی.

عالم زيب خان مسود يو مدني فعال دی چې د ورک کړل شويو کسانو د موندلو په اړه فعاليتونه کوي.
عالم زيب خان مسود يو مدني فعال دی چې د ورک کړل شويو کسانو د موندلو په اړه فعاليتونه کوي.

د ورک کړل شويو کسانو کره شمېره نه ده مالومه خو البته د ورک کړل شويو کسانو د موندلو په تړاو جوړې شوې فعالې ډلې دا شمېر په زرګونو کې يادوي.

که څه هم د خلکو د لادرکه کولو تور د پاکستان پر پوځ لګېږي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي دي.

د مشال مرکه کې له عالم زيب خان مسود سره خبرې شوې دي چې له فاټا او خېبر پښتونخوا څخه د پوځی عملياتو پر مهال د لادرکه کړل شويو کسانو په کورنيو پسې ګرځي او د هغوي کیسې د فېسبوک له لارې له خلکو سره شرېکوي.
بشپړه مرکه دلته واورئ

عالم زيب مسود خپل ټول وخت د لادرکه کسانو موندلو ته ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG