د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولې راتلونکي انتخاباتو کې د پوځي مداخلې اندیښنې دي؟


په داسې حال کې چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پوځ ته په اشارې سره ویلي، راتلونکي انتخابات به خلایي مخلوق کوي، له دې وړاندې پخواني وزیراعظم نواز شرف هم یوې ولسي غونډې ته په وینا کې دغه ډول څرګندونې کړي دي.

خو پوځ تل دا رد کړي چې ګني په انتخاباتو کې لاس وهنه کوي.

دا چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشران داسې اندیښنې ولې لري؟

د یاد ګوند ویاند صدیق الفاروق د خالي په ورځ په دې اړه مشال رېډیو ته وویل:

(( چې څه ډول خبریالانو او د میډیا له خلکو سره ملاقاتونه کیږي او بېلا بېلې خبرې مخې ته راځي، د عدالتونو رویه هم د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرانو سره یو شان ده او د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره بل شان، نو موږ داسې احساسوو چې ځینې قوتونه په راتلونکي انتخاباتو کې هم لاس وهنه کولی شي. او دا ډول پېښې د پاکستان په تاریخ کې مخکې هم شوي دي. مونږ غواړو چې اینده انتخابات دې په شفاف ډول وشي او هم په دې هیله پکې برخه اخلو خو شکونه مو هم پر ځایې دي.))

موږ داسې احساسوو چې ځینې قوتونه په راتلونکي انتخاباتو کې لاس وهنه کولی شي. او دا ډول پېښې د پاکستان په تاریخ کې مخکې هم شوي دي.
صديق الفاروق

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بیا له یو شخصي ټیلي ويژن سره په مرکه کې تور لګولی چې په تېرو عامو انتخاباتو کې مسلم لیګ نواز ګوند د پوځ په مرسته ګټه کړې او اوس ویره لري چې که پوځ ورسره مرسته ونکړي نو بریالی به نشي.

په دې اړه د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړی شوکت یوسفزی وايي سیاسي مشرانو ته په ادارو د تورونو لګولو پرځایې په خپلو کړنو غور پکار دی.

نوموړي زیاته کړه:

(( زما په خیال عمران خان ته هم دا خبره نه وه پکار. البته د هغه مطلب به دا نه وي چې ګني پوځ به یو ګوند سره نېغ په نېغه مرسته کړې وي. کیدای شي ځینې خلک پکې لاس لري. خو سیاستوالانو ته پکار وو چې د دې تورونو پرځایې یې انتخاباتي اصلاحات کړي وای دا راز که د سیاستوالانو کارکردګي ښه وي نو نه ورته چیف جسټس څه ویلی شي او نه بل څوک.))

که د سیاستوالانو کارکردګي ښه وي نو نه ورته چیف جسټس څه ویلی شي او نه هم بل څوک.
شوکت يوسفزی

په بلوچستان کې د سېنېټ تر انتخاباتو وړاندې په مارچ کې د مسلم لیګ نواز ګوند اتحادي حکومت مات کړل شو او بیا له دې ګوند جلا شويو د سینېټ غړیو د تحریک انصاف او پیپلز ګوند په ملاتړ د مسلم لیګ نواز ګوند په مقابله کې د سینېټ چېرمېن چوکۍ ترلاسه کړه.

د جمعې په ورځ په لاهور کې د پیپلز ګوند شریک چیرمېن اصف علي زرداري خبریالانو ته ویلي له تحریک انصاف سره یې د سېنټ په څیر معامله په اینده کې هم امکان لري.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG