د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهد خاقان عباسي: د عدلیې کار حکومت نه عدالتونه چلول دي


د پاکستان وزيراعظم ويلي چې د عدلیې کار حکومت نه بلکې عدالتونه چلول دي.

شاهد خاقان عباسي د شنبې یا خالي پر ورځ د پنجاب په ناروال سيمه کې د سړک د بنياد تیګې اېښېدلو پروخت وويل، د يوه جنرال او جج چې څومره عزت کېږي بايد هغومره د يوه سياستوال هم وشي.

نوموړي زياته کړه چې یايد هره اداره د ايين په چوکاټ کې دننه خپل کار وکړي.

د يوه جنرال او جج چې څومره عزت کېږي بايد هغومره د يوه سياستوال هم وشي.
شاهد خاقان عباسي

د راتلونکيو عامو انتخاباتو په اړه شاهد خاقان عباسي وويل چې دوی به خپله اييني موده پوره کوي او ولس غواړې انتخابات وشي نو بايد انتخابي کميشن د جولايي تر ۳۰ مې ڼېټې پورې ټاکنې ترسره کړي.

هغه ګواښ وکړ چې که انتخاباتي کميشن پر وخت ټاکنې و نکړې نو دوی به له ولس او عدالت دواړو سره تماس نيسي.

هغه د پاکستان احتساب ادارې نېب او د عدالتونو پر فيصلو انتقاد وکړ او وې ويل چې ددې پرېکړوله وجې د پرمختګ کارونه نه کېږي.

د وزيراعظم د څرګندونو په اړه په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه احسان حقاني مشال راډیو ته وويل چې د ايين له مخې که يوه اداره سم کار نه کوي نو عدالت پر هغه نظر ساتي چې ایا اداره د ایین په چوکاټ کې کار کوي او که نه؟

حکومت خپل فرض نه پوره کوي نو عدالت مجبوره شوی دی چې خپله ذمه واري پوره کړي
احسان حقاني

دده په وينا که په دې رڼا کې که ورته وکتل شي نو ښکاري چې حکومت خپل فرض نه پوره کوي نو عدالت مجبوره شوی دی چې خپله ذمه واري پوره کړي خو چې کله هغه خپل مسيوليت پوره کوي نو بيا حکومت وايي چې عدالت يې په کارونو کې مداخله کوي.

خو په پېښور کې د سياسي چارو پوه نور عالم خان بيا وايي چې په پخوا کې عدالتونو د پوځي امرانو ملګرتيا کړې وه نو ځکه ولس اوسياستوالان اوس ورباندې باور نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې عدالت بايد خپل کار ته پام وکړي او داسې حالات پېدا کړي چې له کبله يې د خلکو پر عدليې باندې باور بحال شي.

XS
SM
MD
LG