د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي جنوبي وزیرستان کې یې پوستې کمې کړې دي


د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي پوستو واک د ملیشې ځواکونو ته ورکول پیل کړي دي.

د جمعې په ورځ د فرنټیر کنسټیبلري انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطیف خبري رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي دي چېپه امنیتي پوستو به د ملیشې ۱۱۰۰۰ عسکر ځاي په ځاي کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې له افغانستان سره پر پوله د پاکستان ۱۵۱ امنیتي پوستې دي.

میجر جنرال عابد لطیف ویلي دي چې پر پوله د خاردار تار لګولو کار دوام لري او تر اوسه يې پر ۳۰ کلومیټره دا کار سر ته رسولی دی.

ده ویلي چې پر دې کرښه یې د څار لپاره ۲۱ نوې کلاوې هم جوړې کړې دي.

بل پلو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ کمانډینګ افیسر میجر جنرل اظهر عباس د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې په سیمه کې امنیت پر ځاي شوی دی او له دې کبله يې د امنیتي پوستو شمیره له ۳۵ څخه ۸ ته راکمه کړې ده.

اظهر عباس ویلي چې ډېر زر به په شمالي وزیرستان کې هم امنیتي ذمه وارۍ ملیشې ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو ترڅنګ دا غوښتنه هم کوي چې د پاکستان پوځ دې پر امنیتي پوستو له ولس سره چلند سم کړي او هغوي دې نه ځوروي.

د یاد غورځنګ یو مشر علي وزیر مشال راډیو ته د دې پخلی وکړ چې امنیتي پوستې کمې کړل شوې دي او د ایف سي ځواک عسکر پرې درول شوي دي.

خو علي وزیر وویل چې په اورکزۍ ایجنسۍ کې نه یوازې د وطن کارډ غوښتنه لا هم کېږي بلکې هلته یې امنیتي پوستې د کمولو پر ځای زیاتې کړې دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG