د لاسرسي ځای

تازه خبر

بزنجو: هېڅ داسې وجه نشته چې انتخابات به نه کېږي


مير حاصل بزنجو

د بلوچستان د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو مرکزي وزیر میر حاصل بزنجو ویلي، داسې هېڅ وجه نه ویني چې له کبله یې پارلېماني انتخابات پر خپل وخت ونشي.

نوموړي تېر ماښام [پنجشنبه] د کوټې په پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل، پارلېماني انتخابات باید په هر صورت وشي:

"هېڅ داسې وجه نشته چې انتخابات به نه کېږي. موږ خدای نخواسته د جنګ لوري ته خو نه یو روان. په هېواد کې داسې بیړنی حالت هم نشته. زما په نظر، انتخابات باید په هر صورت کې وشي. د ټاکنو نه کېدل زموږ د هېواد لپاره بده ده."

بزنجو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د انتخاباتو د نه کېدو په اړه نظرونه راغلي دي خو بېګا وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل چې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

له دولتي ټېلېوېژن سره په مرکه کې نوموړي زیاته کړه چې نګران حکومت به له اپوزیشن سره په سلا جوړوي ځکه چې دا یو اییني شرط دی.

د بلوچستان ملتپاله ګوند مشر میر حاصل بزنجو زیاته کړه چې ګوند یې له نورو ګوندونو سره په انتخاباتو کې اتحاد ته هم تیار دی.

هلته د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زردارې هم نن (جمعه) د کوټې په سفر دی او ټاکل شوې چې مازیګر یوې جلسې ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG