د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د پوهاند عبدالسلام د څانګې نوم بدلولو قرداد منظور کړ


پراګ - د واکمن مسلم لیګ (ن) سیاستوال او پخواني پوځي کیپټن محمد صفدر د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډې ته قرارداد وړاندې کړ چې پکې یې غوښتنه وکړه چې د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د فېزېکس د څانګې نوم دې د نومیالي ساینسپوه پوهاند ډاکتر عبدالسلام پر ځای د ۱۲مې پېړۍ د یوه فېزېکپوه نوم ته بدل کړي.

د اسمبلۍ پر ووبپاڼې د قرارداد په متن کې راغلي چې ابوالفتح عبدالرحمان منصور خزیني ((په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی فېزېکپوه وو)) چې په دې ډګر کې یې ((لوی کارونه)) کړي او ((اروپايي ساینسپوهانو)) یې هم له علمه ګټه اخیستې ده.

د قرارداد پر پاڼه د اسمبلۍ د یو شمېر نورو غړو نومونه هم لیکل شوي.

د محمد صفدر دا پرېکړه لیک د واکمن مسلم لیګ (ن) د پخواني وزیراعظم نواز شریف د هغه اقدام ضد دی چې د ۲۰۱۶ز کال په ډېسېمبر کې یې اخیستی وو.

هغه مهال شریف د قایداعظم پوهنتون د فېزېکس د ملي مرکز نوم د نوبېل انعام ګټونکي پاکستاني ساینسپوه عبدالسلام په نوم ونوماوه او د پي اېچ ډي یا دوکتورا سکالرشپونه یې هم اعلان کړل چې ورته یې د پوهاند سلام بورس یا وظیفې نوم ورکړ.

اټومي ساینسپوه ډاکتر عبدالسلام د پاکستان د جنګ سیمې اوسېدونکی او په عقیده احمدی وو او یوازینی پاکستانی وو چې په فېزېکس کې یې نوبېل انعام واخیست.

د مسلم لیګ (ن) محمد صفدر چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوم هم دی، په تېرو وختونو کې د پوهاند سلام پر عقیدې انتقاد کړی وو او له مودې راهیسې یې د قایداعظم پوهنتون د فېزېکس د څانګې د نوم بدلولو هڅې کولې.

XS
SM
MD
LG