د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادي راډيو خبريالانو ياد غونډه وشوه


د ازادې راديو مشر ټام کينټ غونډې ته وېنا کوي
د ازادې راديو مشر ټام کينټ غونډې ته وېنا کوي

نن د صحافت ازادۍ نړيوالې ورځ په موقع د ازادې اروپا راډيو د پراګ په مرکزي دفتر کې د ازادې راديو وژل شوو خبريالانو سباون کاکړ، عبادالله حنانزي او محرمې درانۍ ياد غونډه او فاتحه وشوه.

دوی له هغو نهو خبريالانو وو چې د تېرې دوشنبې په ورځ د داعش وسله والې ډلې په دوو ځانمرګي بريدونه کې په کابل کې ووژل شول.

د ازادې اروپا/ ازادي را‌ډیو عمومي رئیس ټام کېنټ وویل، خبریالان په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د ازادي رادیو د درېیو همکارانو په ګډون د دوشنبې په ورځ د ۹ افغان خبریالان مړینه یوه پېښه نه، بلکې قصدي قتل دی.

د ازادي راډیو مشر هاشم مومند وویل د ازادي راډيو درېیو شهید شویو همکارانو د بشري حقونو او جمهوري ارزښتونو د ساتلو په خاطر خپل ځانونه قرباني کړل.

همداراز نن د پاکستان په سوات او قبايلي سيمو کې خبريالانو د حفاظت غوښتنه کړې ده. د شمالي وزیرستان د خبريالانو مرستيال مشر زاهد الله وزير مشال راډيو ته وويل حکومت دې د دوی ستونزې حل کړي.

سږ ۲۰۱۸ کال په داسې حال کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله نړۍ کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.

افغانستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې پکې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت خراب دی او دغه هېواد په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب له پلوه په ۱۱۸ مقام کې راغلی دی.

ويډيو: د ازادي راډيو د مشر، هاشم مومند پېغام

د خپلو خبريالانو د وژل کېدو په اړه، د ازادي راديو د مشر پېغام
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ له پنځه ویشتو کلونو راهیسې لمانځل کیږي. د دې ورځې په مناسبت د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۱۸۰ هېوادونو یو تازه لیسټ هم خپور کړی چې پکې د بیان ازادي ښه، لانجمنه، خرابه او ډېره خرابه بلل شوې ده.

ناروې په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د مطبوعاتو ازادي پکې ډېره ښه بلل شوې خو د لیسټ وروستی ۱۸۰ ځای د شمالي کوریا دی چې پکې د مطبوعاتو ازادي نشته او وضعیت یې ډېر خرابه بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG