د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی یو هندي قیدي چې جتندر نومېږي او د کینسر بیماري لري، د ښه نیت له مخې خوشې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ دا څرګندونې په اونیزه خبري غونډه کې وکړې. نوموړي زیاته کړه، دوی که د انساني خواخوږۍ په بنیاد دا ډول ګام پورته کوي نو هند دې دا د دوی کمزوري نه ګڼي.

نوموړی وايي جتندر چې په ۲۰۱۴ م کال کې په پاکستان کې نیول شوی و، د کینسر ترڅنګ دماغي ناروغي هم لري. د ډاکټر فیصل په وینا دوی په ۲۰۱۵ م کال کې د جتندر د خوشې کولو پرېکړه کړې وه، خو هندي حکومت په کاغذي کاروایۍ کې دومره نور وخت تېر کړ چې له کبله یې د دغه هندي قیدي خوشې کیدل اوس ممکن شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدا راز هیله څرګنده کړه چې هند دې هم د هغوی په زندانونو کې پراته څلوېښت پاکستاني قیدیان خوشې کړي. ده وویل د هند او پاکستان ترمنځ د قیدیانو تبادله کله کله کېږي، خو هند تر اوسه د دوی ۴۰ کب نیونکي خوشې کړي نه دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي تنظيم (اېچ ار سي پي) یو مشر کامران عارف وايي، د پاکستان او هند ترمینځ د خرابو اړيکو په شا یو شمير وجوهات دي چې پکې د یو بل وګړي بنديوان کول هم شامل دي که دواړه ملکونه د یو بل قیديان خوشې کړي نو ورسره نه صرف د حکومتونو په کچه بلکې په ولسي کچه هم رابطې ښې کيدای شي.

د نوموړي وينا وه، د دواړو ملکونو ماهيان نيونکي چې کله سمندر کې وي نو ورته معلومه نه وي چې په کوم ځای کې دي ځکه چې نه خو يې روزنه شوې وي او نه ورسره هغه اوزار وي چې ورته وښايي چې دا وخت په کوم ځای کې دي نو دواړو حکومتونو له پکار دي چې که د یو بل داسې وګړي ونيسي نو پلټنو وروسته دې ژر تر ژره پرېږدي.

د پاکستان او هند په زندانونو کې له تېرې یوې اوږدې مودې راهیسې د دواړو ملکونو یو شمېر وګړي قید دي چې پکې ځیني دغه کب نيونکي دي او په ځینو د جاسوسۍ کولو تورونه دي.

پاکستان په ۲۰۱۶م کال کې د هند یو وګړی کلبوشن یادیو په بلوچستان کې د جاسوسۍ په تور نيولې وو کوم ته چې د ۲۰۱۷م کال په اپریل مياشت کې د پاکستان پوځي عدالت د پانسۍ سزا واوروله.

خو هند ویلي ول چې پر یادیو لګېدلي تورونه ناسم دي او د هغه د خلاصون لپاره ټولې هڅې کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG