د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مطبوعاتو نړیواله ورځ او د زړورو افغان خبریالانو یاد!


نن د مې پر درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان له ګواښ، وېرې او خشونت سره مخامخ دي.

دې سازمان په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د دوشنبې ورځې پر خونړیو پېښو خواشیني څرګنده کړې ده.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دوو ځان وژونکو بریدونو له امله د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو، فرشته محرم درانۍ، سباوون کاکړ او عباد‎الله حنانزي په ګډون نهه خبریالان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر کسان په دې چاودنو کې ټپیان شول.

سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ مخکې شهید شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:07 0:00

د ځوان خبریال عبادالله حنان زی غږ د تل لپاره غلی شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

محرم درانۍ ځان ته د پلار زوی او تکیه ویل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه او څو ورځې مخکې تر دې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسله‎والو د ډزو له امله ووژل شول.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر رحیم‎الله سمندر ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د خبریالانو مربوط جنایي پېښې تعقیب کړي، جنګي لوري باید پوه شي چې خبریالان بې‎طرفه دي او رسنۍ باید د خبریالانو د حفاظت لپاره تدابیر زیات کړي.

سمندر زیاته کړه چې په ‎دې برخو کې باید نړیوال هم مرسته وکړي.

د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم‎الله سمندر
د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم‎الله سمندر

دی زیاتوي:

"له نړیوالې ټولنې دا هیله لرو چې فشار راوړي، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د بشري حقونو نړیوالې مؤسسې، خصوصاً د رسنیو د ازادیو سازمانونه چې هم له رسنیو سره مرسته وکړي او فشار پرې راولي او هم پر حکومت فشار راولي چې عملي مېکانیزمونه جوړ کړي، همداراز پر هغو ډلو ټپلو چې په دې شخړو کې داخلې دي فشار راولي چې خبریالان د ملکیانو په توګه ومني او حتی په شخړو کې د هغوی حفاظت وکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان په خپره کړې اعلامیه کې د جنوب اسیا لپاره د دې سازمان مرستیال مشر عمر وریچ په وینا راغلي دي چې د افغانستان خبریالان د نړۍ له زړورو خبریالانو څخه دي چې په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي.

د رسنیو په ورځ په کابل کې د خبریالانو فاتحه اخیستل کېږي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د راپور له مخې د تېر کال د مې له میاشتې د روان کال د اپرېل تر اخره په جنوبي اسیا کې ۳۳ خبریالان وژل شوي دي چې ۲۲یې په افغانستان کې دي.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې نن پنجشنبه ازادي راډیو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هغو رسنیو له لوري چې په تېرو څو ورځو کې یې خبریالان وژل شوي دي، عمومي فاتحه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG