د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د ویش لړۍ پیل شوه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني نن [پنجشنبه] په کابل کې لومړنۍ برېښنايي تذکرې په اخېستلو سره رسماً په افغانستان کې د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

ولسمشر غني د تذکرې له اخېستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

ولسمشر وايي، ترهګرو او هغوی چې ځانمرګي بریدونه کوي له جعلي تذکرو استفاده کوي، خو د برقي تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

په ورته وخت کې د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، د برقي تذکرو وېش د ټولنې په ټولو برخو مثبت اغېز لري او خلک باید په کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG