د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم قبايلي سيمو ته د ۱۰۰۰ اربه روپيو ورکولو اعلان کړی


شاهد خاقان عباسي قامي اسمبلۍ ته ويلي چې ولس او ټول ګوندونه پر دې سلا دي چې فاټا دې په قامي بهير کې شامله کړل شي.

د پاکستان وزيراعظم ويلي دي چې سږ کال تر اکتوبر مياشتې له مخه به په فاټا کې بلدياتي ټاکنې ترسره شي.

شاهد خاقان عباسي د چارشنبې په مازيګر د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې ولس او ټول ګوندونه پر دې سلا دي چې فاټا دې په قامي بهير کې شامله کړل شي نو ځکه حکومت غواړي چې قبايلي سيمې هم د نورو برخو په شان پرمختګ وکړي.

په راتلونکيو لسو کلونو کې به د قبايلي سيمو د پرمختيا لپاره ۱۰۰۰ اربه روپۍ ورکوو.
شاهد خاقان عباسي

نوموړي پر دې موقع د اېجسني ډېوپلمنټ فنډ ختمولو اعلان هم وکړ او وې ويل چې په راتلونکيو لسو کلونو کې به د قبايلي سيمو د پرمختيا لپاره ۱۰۰۰ اربه روپۍ ورکوي.

ښاغلي عباسي وويل چې د خپلې پنځه کلنی مودې تر پوره کېدو له مخه به فاټا اصلاحات عملي کړي.

د پاکستان په پارلېمان کې د قبايلي سيمو زياتره استازيو د فاټا اصلاحاتي رپورټ د عملي کولو لپاره هلې ځلې کړې دي او اوس چې وزيراعظم کوم اعلانونه کړي له هغې سره دوی خوشبينه شوي دي.

په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استازي حاجي شاه جي ګل اپريدي په خپل غبرګون کې د چارشنبې په شپه مشال راډیو ته وويل چې دوی له تېرو پنځو کلونو راهيسې مبارزه کړې ده چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا ګډه کړل شي خو اوس د وزيراعظم له خبرو څخه داسې ښکاري چې پر هغه ورو ورو عمل پيل شوی دی.

خو بل خوا د واکمن مسلم ليګ نواز ډلې دوه اتحادي ګوندونه جميعت علما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کوي او غوښتنه کوي چې په دې اړه دې په قبايلي سيمو کې رېفرنډم وشي.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې چې د فاټا اصلاحاتو په اړه موږ کومه مبارزه کړې ده د وزیراعظم له اعلانونو اوس داسې ښکاري چې ورو ورو عمل پيل شوي دي.
حاجي شاه جي ګل

د وزيراعظم د تازه څرګندونو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډیو ته وويل چې ګوند يې د شاهد خاقان عباسي د اعلانونو غندنه کوي.

نوموړي زياته کړه بايد فاټا خود مختاره وي، خپل انتخاباتي کمیشن، منتخب کونسل او عدالتي نظام ولري.

خو بل خوا عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، پيپلز ګوند او د جماعت اسلامي په ګډون يو شمېر نور ګوندونه د فاټا په خېپر پښتونخوا کې د ورګډولو حمايت کوي.

سږکال د اپريل پر ۱۳ مه د پاکستان سېنېټ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک فاټا ته د غځولو قانون منظور کړی وو چې ورباندې د اپريل پر ۱۷مه د پاکستان ولسمشر ممنون حسين لاسليک وکړ.

XS
SM
MD
LG