د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرل باجوه سره تر ملاقات وروسته هزاره وو احتجاج ختم کړ


کوټه: جنرل باجوه د هزاره شيعه مېرمنو سره د خبرو پر مهال
کوټه: جنرل باجوه د هزاره شيعه مېرمنو سره د خبرو پر مهال

په کوټه کې شيعه هزاره وو خپلې څلور ورځنۍ مظاهرې د پاکستاني پوځ د مشر سره تر ملاقات او د هدفي وژنو د مخنيوي تر وعدې اخيستو وروسته ختمې کړي.

د پاکستان پوځ نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې مشر يې جنرل قمر جاويد باجوه بيګا ناوخته کوټې کې د هغو شيعه هزاره وو سره وکتل چې د هدفي وژنو خلاف په احتجاج وو. د خبرپاڼې ترمخه جنرل باجوه دغو خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنيت به يې ساتي.

د کوټې په مظاهرينو کې د بشري حقونو يوې فعالې جليله حېدر د نه خوړو هړټال کړی وو. هغې پر فېسبوک خپرې کړې ويډيو کې د پوځ له مشر غوښتي وو چې نوموړی بايد د وسله والو سره د امنيتي ځواکونو د اړيکو په اړه ځواب ووايي.

د اپرېل په مېاشت کې په پرله پسې هدفي حملو کې خوا او شا شل کسان ووژل شول چې اکثره یې هزاره ګان وو. په اسلام اباد او کورمه کې هم دې لړ کې احتجاجونه شوي دي.

د پوځ په ننئ خبرپاڼه کې دا نه دې ويل شوي چې جنرل قمر جاويد باجوه د جليله حېدر سره کتلې او کنه. پوځ د هغې د نيوکو او تورونو په اړه هم نېغ په نېغه څه نه دي ويلي خو خبرپاڼه يې زياتوي چې دوی د پاکستان ټولو وګړو خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي.

دې مظاهرې ته پرون د ملاتړ لپاره د ځينو نورو سياستوال په شان د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر، اصغر خان اڅکزی هم ورغلی وو. هغه مشال راډيو ته وويل چې بايد په بلوچستان کې پر روانې بي امنۍ سترګې پټې نه شي.

د اپرېل په دېرشمه د شپې ناوخته د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير، احسن اقبال هم کوټې ته تللی وو. هغه کوښښ وکړ چې دوی خپله مظاهره ختمه کړي خو اقبال سره په خبرو کې د مظاهرې تابيه کوونکي ګوند، وحدت المسلمين مشر سيد رضا اغا وويل دوی تر هغې پورې خپل احتجاج نه ختموي تر څو چې د خپل امنيت په اړه ډاډه شوي نه وي.

جليله حېدر (په تورو جامو کې) د نه خوړو هړتال کړی
جليله حېدر (په تورو جامو کې) د نه خوړو هړتال کړی

په دغه مهال احسن اقبال او سید رضا اغا د يو بل قانع کولو لپاره دليلونه وړاندې کړل.

سيد رضا اغا: موږ تر اوسه د دې په ثابتولو لګيا يو چې چې موږ پاکستانيان يو. دهشت ګرد نه يو. موږ شام ته د جګړې لپاره نه ځو.

احسن اقبال: تاسي ته د خپل پاکستانيتوب ثابتولو ضرورت نشته. موږ ټول ستاسي په غم کې شريک يو. درخواست مې دا دی چې احتجاج ختم کړئ. پر امنيتي ځواکونو باور وکړئ. که حالت تر پخوا ښه نه وای نو موږ به له تاسي دا درخواست نه کاوه.

سيد رضا اغا: زموږ د ژمنتيا تر دې بل دليل کوم کېدلی شي چې د دومره غمونو زغملو باوجود هم – په ۲۰۰۳ کال کې ما د يو ماشوم مړی راوخیست نو د هغه ماغزه پر زمکه پاتې شول. موږ بيا هم ټوپک راوانخیست. يو کاڼی مو هم د چا پر خوا ونه غورځاوه. کله مو هم د دې مقدسې خاور لپاره له قربانۍ ورکولو درېغ نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG