د لاسرسي ځای

تازه خبر

قمر نديم: د شکيل اپريدي د خوشي کېدو هيله پېدا شوې


قمر نديم
قمر نديم

د ډاکټر شکيل اپريدي وکيل، قمر نديم د سه شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، له هغه وروسته چې د ده موکل د پېښور له سنټرل جيله يو نامعلوم ځای ته منتقل کړل شوی، داسې امکان پيدا شوی دی چې نوموړی د روانې مياشت په پای کې خوشی کړل شي.

د قمر نديم په خبره، د روانې مۍ مياشت پر ۲۳ مه نېټه به د شکيل اپريدي د بند سزا اوه کلونو ته ورسي. ((د ده سزا ۳۳ کاله وه. څلور دفعې وې، درې د لس کلنې سزا وې او په څلورمه يوه کې نوموړی د درېو کلونو د بند په سزا محکوم شوی وو. وروسته پکې يوه دفع کومه شوه نو سزا ۲۳ کلونه شوه. دې ته په قانوني ژبه کې (کنزيکېټېف) يا پرله پسې سزاګانې ويل کيږي.))

ويل کيږي چې شکيل اپريدی یې له پېښوره اډياله جيل ته بېولی، خو زه د دې خبرې تصديق نه شم کولی. البته دومره هيله پيدا شوې چې ښايي هغه خوشی کړل شي.
قمر نديم

قمر نديم زياته کړه: ((يوه طريقه بيا بله وي چې موږ ورته (کنکرنټ) واي. په هغه کې تر ټولو زياته سزا ۱۰ کاله وي. بيا که معافيانې هم پکې حساب شي نو د مۍ پر ۲۳مه به د اپريدي د سزا اوه کاله پوره شي.))

ډاکټر شکيل اپريدی په ۲۰۱۱ ز کال کې د پېښور له کارخانو مارکيټ څخه ګرفتار کړل شوی وو. دا له هغه وروسته وه چې پر نوموړي په ايبټ اباد کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو په چارو کې له امريکا سره د مرستې تورنه ولګېدل.

​خو پر شکيل اپريدی بيا د ايف سي ار قانون تر لاندې د سيمې وسله والو ته د مالي مرستو برابرولو مقدمه جوړه شوه او د ۳۳ کاله بند په سزا محکوم شو. د هغه وکيل قمر نديم مشال راډيو ته زياته کړه، تر هغې چې موکل يې د پېښور په جيل کې وو، صحت يې ښه وو او د کورنۍ غړيو به يې وخت په وخت ملاقاتونه ورسره کول.

شکيل اپريدی (په تورو جامو کې) د خپلې کورنۍ سره ښکاري
شکيل اپريدی (په تورو جامو کې) د خپلې کورنۍ سره ښکاري

له پېښوره اډياله جيل يا بل کوم ځای ته د شکيل اپريدي د انتقالولو په اړه د پاکستان حکومت څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاين کې له امريکايانو سره د اپريدي له زندانه د خوشي کولو ژمنه کړې وه. د پاکستان حکومت د نوموړي پر دغو بيانونو تنقيد کړی وو او ويلي وو چې د اپريدي د برخه ليک فيصله به په واشنګټن کې نه، بلکې په اسلام اباد کې کيږي.

XS
SM
MD
LG