د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيرستان: د وزیراعظم او پوځ مشر سفر خو د خبريالانو بايکاټ


جنرل باجوه او وزيراعظم عباسي
جنرل باجوه او وزيراعظم عباسي

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د غلام خان بندر او میرانشا مارکیټ پرانیسته وکړه خو ځايي خلک ترې ځکه خوشاله نه وو چې د دوی په وېنا د پوره خبرو موقع نه ده ورکړل شوي او ډېرې ستونزې ناويلي پاتې شوې.

وزیراعظم، د پوځ مشر او ځيني نور چارواکي پرون شمالي وزیرستان ته تللي وو. عباسي په دې موقع وويل چې په قبایلي سیمو کې به ځيني پرمختيايي پروژې پېلوي او د امن لپاره به يې پوره پوره ګامونه اخلي.

د وزیراعظم او پوځ مشر دې غونډې ته خبریالان نه وو وربلل شوي چې له وجې یې هغوی پریکړه کړې چې د راتلونکې کړنلارې پورې به په شمالي وزیرستان کې د سرکاري پروګرامونو په اړه د خبرونو له جوړولو بايکاټ کړی دی.

بلخوا يو ځايي قومي مشر، ملک غلام خان مشال راډيو ته وويل چې دوی ته د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوي. د هغه په وېنا وزيراعظم او پوځ مشر د قبايلي سيمې مهمې مسلې يادې نه کړي. ((په افغانستان کې چې کوم وزيرستانيان مېشته دي، د هغوی په اړه واضحه خبرې ونه شوې. د ضرب عضب عملياتو له وجې د اوښتي نقصان ازالې په اړه هم لوی اعلانونه ونه شول. موږ مطميين نه شو.))

د وزيرستان يو بل قومي مشر، ملک نصرالله ته د خبرو مختصره موقع ورکړل شوه خو هغه وايي ډېرې خبرې يې په زړه پاتې شوې. نوموړي مشال راډيو ته وويل: ((موږ ورته د ښو او بدو طالبانو خبره وکړه خو وخت يې ډېر کم راکړی وو. موږ ډېر څه غوښتل چې سره شريک يې کړو خو دوی لکه چکر له چې راغلي وي. زر راغلل او زر ولاړل.))

بلخوا د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وزيراعظم او د پوځ مشر وويل د قبايلي سيمو امنيت د پاکستان د امنيت لپاره ضروري دی. د خبرپاڼې تر مخه دوی د ترهګرۍ ضد جګړه کې د قبايلو قربانۍ وستايلي.

XS
SM
MD
LG