د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتجاج ختمولو لپاره د هزاره مظاهرينو او حکومت مذاکرات ناکام شول


د کوټې مظاهره چيان
د کوټې مظاهره چيان

په کوټه کې پر مظاهره ناست اهل تشيع هزاره وګړو ته د شپې د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير، احسن اقبال ورغلی وو. هغه کوښښ وکړ چې مظاهره ختمه شي خو دوی ورته وويل تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی.

دا مظاهره چيان د هغو پرله پسې هدفي وژنو حملو پر ضد مظاهرې کوي چې له تېرې يوې مېاشتې راهيسې روانې دي. په دې بريدونو کې خوا او شا شل کسان وژل شوي چې اکثره يې هزاره شيعه ګان دي.

ځينو مظاهره چيانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی
ځينو مظاهره چيانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی

احسن اقبال له دې مظاهره چيانو وغوښتل چې خپل احتجاج ختم کړي. ((تاسي په ډېره سوله اييزه طريقه خپل احتجاج ريکارډ کړ. زما خواست دا دی چې تاسي فکر پرې وکړئ. زه د دې لپاره راغلی یم چې تاسي ته يقين درکړم چې ټول حکومت تاسي سره دی. موږ د مجرمينو د نيولو په لټه کې يو. موږ پخوا هم داسې کسان نيولي دي او دا به هم نيسو.))

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت پرون د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره پر موټرسايکل د دوو کسانو د سپرېدلو او وسلې ګرځولو بندېز لګولی دی. خو احسن اقبال سره په خبرو کې د مظاهرې تابيه کوونکي ګوند، وحدت المسلمين مشر سيد رضا اغا وويل دوی تر هغې پورې خپل احتجاج نه ختموي تر څو چې د خپل امنيت په اړه ډاډه شوي نه وي.

په دغه مهال دوی يو بل قانع کولو لپاره دليلونه وړاندې کړل.

سيد رضا اغا: موږ مسلمانان يو. دهشت ګرد نه يو. موږ شام ته د جګړې لپاره نه ځو. تر اوسه د دې په ثابتولو لګيا يو چې چې موږ پاکستانيان يو.

احسن اقبال: تاسي ته د خپل پاکستانيتوب ثابتولو ضرورت نشته. موږ ټول ستاسي په غم کې شريک يو. درخواست مې دا دی چې احتجاج ختم کړئ. پر امنيتي ځواکونو باور وکړئ. که حالت تر پخوا ښه نه وای نو موږ به له تاسي دا درخواست نه کاوه.

سيد رضا اغا: زموږ د ژمنتيا تر دې بل دليل کوم کېدلی شي چې د دومره غمونو زغملو باوجود هم پرامن پاته شو– په ۲۰۰۳ کال کې ما د يو ماشوم مړی راوخیست نو د هغه ماغزه پر زمکه پاتې شول. موږ بيا هم ټوپک راوانخیست. يو کاڼی مو هم د چا پر خوا ونه غورځاوه. کله مو هم د دې مقدسې خاور لپاره له قربانۍ ورکولو درېغ نه دی کړی.

په کوټه کې د شيعه هزاره وو په مظاهره کې ښځې او ماشومان هم ناست دي. پرون دوی ته وزيراعلی او ځيني نور وزيران هم ورغلي وو. خو دوی وويل که پوځ ورته د امنیت ډاډ ورنه کړي نو خپل فرياد به ملګرو ملتونو ته رسوي.

XS
SM
MD
LG