د لاسرسي ځای

تازه خبر

هزاره مظاهره چيان: تر څو پوځ د امنيت ډاډ رانکړي، کورونو ته نه ځو


په اسلام اباد کې هم ورته مظاهرې شوي دي

پرون په کوټه کې د هزاره وو مظاهرې ته څو وزیران ورغلي وو او احتجاج کوونکي یې د مظاهرو ختمولو لپاره د راضي کولو سلا کول خو بريالي نه شول. بلخوا پوليسو وايي د ايف سي ځواکونو سره په شريکه يو امنيتي پلان کار کوي.

په کوټه کې پر مظاهره ناست اهل تشيع هزاره وګړي وايي دوی به تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی. دوی د هغو پرله پسې هدفي وژنو حملو پر ضد مظاهرې کوي چې له تېرې يوې مېاشتې راهيسې روانې دي. په دې بريدونو کې خوا او شا شل کسان وژل شوي چې اکثره يې هزاره شيعه ګان دي.

وزيراعلی هم راغی او نور وزيران هم راغلل. موږ سره يې وعدې وکړي چې امنيت درته ساتو خو داسې وعدې پخوا هم شوې دي.

د شيعه هزاره وو يو مشر، سياستوال عبدالخالق هزاره وايي خلک نور حکومت ته په چيغو کولو ستړي شول خو امنيت ورته برابر نه شو. ((چارواکو راته ويلي چې موږ به د وسله والو خلاف هدفي عمليات وکړو. زموږ هم همدا غوښتنه ده خو وسله وال بيا هم موږ وژني. دا وسله وال زموږ امنيتي ځواکونو ته هم په سترګو کې سترګې اچوي او وايي چې موږ هر ځای هزاره ووينو، وژنو به يې! د دې مطلب دا دی چې امنيتي ادارو يې په خلاف کوم ټينګ ګام نه دی اخيستی!))

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت پرون د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره پر موټرسايکل د دوو کسانو د سپرېدلو او وسلې ګرځولو بندېز لګولی دی.

د پوليسو انسپکټر جنرل، عبدالرزاق چېمه خبريالانو ته پرون وويل چې وروستئ وژنې د فرقه ييزو جګړو پېدا کولو کوښښ دی. ((دا هم کېدای شي چې په دې کې داسې کومه ډله برخه لري چې هم شيعه وژني او هم سُني. دوی په دې طريقه سره د نورو سازشونه عملي کول او دلته فرقه اييزې شخړې رامنځته کول غواړي. موږ دلته خلکو ته ويلي چې موږ سره کومک وکړئ او د کوم سازش حصه مه جوړېږئ. موږ خپلې هلې ځلې جاري ساتو.))

په کوټه کې د شيعه هزاره وو په مظاهره کې ښځې او ماشومان هم ناست دي. ځينو يې ويلي تر هغې به څه نه خوري تر څو ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی. د دوی په وېنا که داسې ونه شول نو خپل فرياد به ملګرو ملتونو ته رسوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له خانپور ډیم سره نېږدې د اختر مېلې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG