د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د سازشونو په مقابل کې نه په شا کېږم


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان ليري شوی وزيراعظم، نوازشريف ويلي چې د مسلم لېګ (ن) د مهمو غړو خلاف د عدالتونو پرکړې به دوی په راتلونکو ټاکنو کې له کامیابۍ راونه ګرځوي. نوموړي نن په اسلام اباد کې د خپل ګوند غړو ته په وېنا کې وويل چې دوی د هرقسم خراب حالت لپاره تيار دي.

د پاکستان سپريم کورټ د تېر کال په جولايي مياشت کې نوازشريف د پاناما کېس اورېدنې پر مهال د درغلېوو په مقدمه کې د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري او نا اهل اعلان کړ. پر هغه تور وو چې د زوی په کمپنۍ کې مقرره تنخا يې د انتخاباتو کمېشن ته نه وه ښودلې. خو نوموړی دريځ لري چې دا تنخا يې اخيستې نه وه نو ځکه يې نه ده ظاهره کړې. تر دې وروسته نوازشريف او لور یې مريم نواز پر عدالتونو سختو نيوکو ته دوام ورکړی دی.

زه به ودرېږم. مقابله به کوم. جنګ به کوم.
نوازشريف

نوازشريف د اپرېل په دېرشمه په اسلام اباد کې د خپل ګوند غړو ته وويل چې د عدالتونو پرېکړې دیو د جولايي په مياشت کې کېدونکو ټاکنو کې له بريالتوبه راګرځولو لپاره دي: ((آيا دا موږ سره چې کوم زياتی روان دی، دا ستاسي ضمير مني؟ زما خو يې نه مني. نو زه د خپل ضمير خلاف فېصله نه شم کولی. ما پرېکړه کړې او دا پرېکړه تاسي ته هم اوروم چې زه د دې چلونو په وړاندې نه ټييټيږم. که تاسي ما سره ودرېږئ نو موږ به خامخا دا جنګ ګټو.))

نوازشريف او لور یې مريم نوازشريف څو ځل د درغليوو په مقدمو کې احتساب عدالت ته هم وړاندې شوي دي. دوی دريځ لري چې عدلیه ورسره تعصب پالي خو د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار بيا بيا ويلي دوی د کوم ځانګړي شخصي يا ګوند خلاف نه دي.

د سياسي چارو پوه، اويس توحيد وايي نوازشريف غواړي د مسلم لېګ (ن) ګوند خلاف د راغلو عدالتي فېصلو څخه د راتلونکو ټاکنو لپاره ګټه واخلي. د نوموړي په خبره په راتلونکې کې هغه نيول کېدلی هم شي.

په عربو کې د اقامې نه ظاهرولو له کبله، د مسلم لېګ (ن) يو بل مشر او د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه آصف هم نا اهل اعلان شوی دی. پر هغه د ټولو عمر لپاره د سياست نه کولو بندېز لګول شوی. همداراز د دې ګوند په ځينو نورو مشرانو لکه طلال چوهدري، دانيال عزيز او نهال هاشمي هم د عدالتونو د سپکاوي مقدمې روانې دي.

XS
SM
MD
LG