د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جرګې د فریقینو ترمنځ کېږي، د وګړي او ریاست ترمنځ ایین وي"


پراګ - په سوات کې د پښتون تحفظ غورځنګ په جلسه کې زرګونه پښتنو ګډون وکړ. د یکشنبې د ورځې جلسې ته سلګونه ښځې او ماشومان ورغلي ول چې په لاسونو کې یې د خپلو کورنیو د ورکو غړو انځورونه او بینرې نیولې وې.

جلسې ته د غورځنګ د غړو او مشرانو تر څنګ، د سوات فعالانو، مشرانو، سیاستوالانو او د پښتنو د نورو سیمو او ټولنو غړو، مشرانو ویناګانې وکړې.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د ګڼو ښځینه فعالانو ستاینه وکړه چې په وینا یې ((له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړې دي.))

د منظور پښتین د وینا مهمې برخې

  • د سوات ګڼ ملتپاله پښتانه او پولیس سرتېري، افسران ووژل شول. دا ټول خلک وسله والو طالبانو ووژل، خو امنیتي ادارو د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان ساتلی.
  • په هر لوی ښار کې چاودنې شوې دي، هر ځای ناامنیو ځپلی دی.
  • پر امنیتي ادارو یې انتقاد وکړ چې په عملیاتو کې یې ولسي وګړو ته هم زیان رسولی.
  • پوځ په تعلیمي ادارو کې پروت دی چې د منلو وړ نه دی.
  • په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو مخالفت خو د لویې لارې جوړولو ستاینه
  • دا تور بالکل ناسم دی چې پښتون تحفظ غورځنګ د وسله والو طالبانو ملګری دی.
  • د پښتنو په سیمو کې جګړه پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف پیل کړی، که یې داسې نه وای کړي، نه به پولیس وژل کېدای، نه ولسي وګړي.
  • تر هغو چې د جګړې پالیسي روانه وي، پښتون ژغورنې غورځنګ به د امن پر پالیسۍ درېدلی وي او پر خپله خاوره به سوله غواړي.
  • د قبایلي سیمو ولس ان خپلو کلیو ته د ازاد تګ اجازه نه لري چې دا د منلو وړ نه دی.
  • ټول ورک کسان باید عدالت ته وړاندې شي، چې څوک بېګناه وي، هغه به خوشې شي، څوک چې ګناهګار وي، سزايي به شي.
  • تقریباً ۴۰۰ ورک کسان خوشې شوي چې پکې ځېنې یې ان تر ۱۰ کلونو ورک ول.
  • پښتنو میندو زامن د دې لپاره نه دي لوی کړي چې هغوی دې ورک شي، وځورول شي یا ماورای عدالت دې ووژل شي.
  • په پاکستان کې بېلا بېل قامونه اوسي چې یوازې یوه رښته لري او هغه ایین دی. که څوک ایین ماتوي نو د قامونو ټولې رښتې ماتېږي. ټول ولس د ایین لاندې دي او باید ورڅخه ماورا نه وي.
  • د پښتون تحفظ غورځنګ د سوات جلسې ته خلک له ورتګه وګرځول شول او ورته ګواښونه وشول. که داسې چلند کېږي نو بیا به غورځنګ هره میاشت په سوات کې جلسې کوي.
  • جرګې د فریقینو او دښمنانو تر منځ کېږي، د یوې ټولنې د مساوي ولس لپاره ایین وي. حکومت چې پښتون تحفظ غورځنګ ته جرګه ورلېږدوي نو معنا دا چې پښتانه فریق بولي.
  • په وزیرستان کې بیا وژنې پیل شوې دي.

د اپرېل پر ۲۴مه د پېښور کور کمانډر جنرال نذیر احمد بټ د پښتنو له پخوانیو افسرانو، پوهانو او خبریالانو سره په ملاقات کې ویلي ول چې د پښتون تحفظ غورځنګ ځېنې غوښتنې جایزې دي او د مذاکراتو لپاره ورسره د خیبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ کمېټي خبرې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د ورکو کسانو معلومولو او ماورای عدالت وژنو لپاره دې د واقعیتونو یا حقایقو جوتولو او پخلاینې کمېشن جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG