د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده


پراګ - په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده چې ورته یو شمېر فعالانو او مشرانو ویناګانې کړې دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر سټېج ناست دی.

د کبل میدان ته د سوات له بېلا بېلو برخو، خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه زرګونه کسان ورغلي دي.

جلسې ته داسې سلګونه ښځې ورغلې دي چې د کورنیو د ورکو کسانو انځورونه یې په لاسونو کې نیولي دي او د غورځنګ له مشرانو یې د موندلو غوښتنه کوي.

د پښتونخوا ولسي تحریک یوه مشر سید عالم مسود مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ورځ د درګۍ پر پوستې جلسې ته ورتلونکي خلک درول شوي ول خو وروسته انتظامي او امنیتي کارکوونکو پرېښودل.

د پښتون تحفظ تحریک یوه مشر محسن داوړ د خالي ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د جلسې په انتظاماتو کې ورته خنډونه جوړ شوي خو دوی تیارۍ کړې دي:

((ځايي انتظامیې موږ ته هر ډول مشکلات جوړول. خلکو ته یې ویلي چې تمبووان او کرسۍ مه ورکوئ خو بیا هم موږ خپل انتظامات مکمل کړي او تمه ده چې دا به د سوات په تاریخ کې لویه جلسه وي.))

د سوات جلسې ته ګڼ خلک ورروان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د غورځنګ یوه بله غړې او مشره ثنا اعجاز وايي، په سوات کې خلک وېرول شوي دي خو دوی د خالي پر ورځ په کبل څلور لاره کې لاریون وکړ چې د وېرې فضا ختمه کړي.

د اپرېل پر ۲۴مه د پېښور کور کمانډر جنرال نذیر احمد بټ د پښتنو له پخوانیو افسرانو، پوهانو او خبریالانو سره په ملاقات کې ویلي ول چې د پښتون تحفظ غورځنګ ځېنې غوښتنې جایزې دي او د مذاکراتو لپاره ورسره د خیبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ کمېټي خبرې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د ورکو کسانو معلومولو او ماورای عدالت وژنو لپاره دې د واقعیتونو یا حقایقو جوتولو او پخلاینې کمېشن جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG