د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هزاره ګانو احتجاجي پرلت وهلی دی


په کوټه کې هزاره ګانو پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

کوټه - د یکشنبې پر ورځ لسګونه هزاره ګان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډې شوې او احتجاجي پرلت یې وواهه.

دوی وايي، حکومت دې په کوټې او بلوچستان کې د هزاره ګانو د وژنې مخنیوی وکړي.

د هزاره اېکشن کمېټۍ په نوم د یوې ټولنې مشر لیاقت علي هزاره وویل، دا پرلت اصلاً ښځو وهلی دی چې پکې دوی ورسره ملګري دي او د غوښتنو تر پوره کېدو یې د نه خوړلو هوډ کړی دی.

پرلت ته له هزاره ګانو علاوه نور فعالان هم ورغلي دي. په دوی کې یو ځوان عدنان حسین شادیزي مشال راډیو ته وویل، دوی د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه څخه د هزاره ګانو د تحفظ غوښتنه کوي.

په وروستیو کې په کوټه کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي چې وروستۍ پېښه یې د شنبې پر ورځ شوې چې پکې پر جمال الدین افغاني سړک دوه هزاره سوداګر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG