د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون تحفظ غورځنګ سوات جلسې تیارۍ بشپړې شوې


پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې په لاهور کې جلسه کړې وه
پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې په لاهور کې جلسه کړې وه

پراګ - د سوات په کبل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک ورغلي دي. د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د اپرېل پر اتمه په پېښور کې د لاهور او سوات د جلسو اعلان کړی وو چې په لړ کې یې د سوات په بېلا بېلو سیمو کې کیمپېن او تیارۍ له دوو اوونیو راهیسې روانې وې.

د پښتون تحفظ تحریک یوه مشر محسن داوړ د خالي ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د جلسې په انتظاماتو کې ورته خنډونه جوړ شوي خو دوی تیارۍ کړې دي:

((ځايي انتظامیې موږ ته هر ډول مشکلات جوړول. خلکو ته یې ویلي چې تمبووان او کرسۍ مه ورکوئ خو بیا هم موږ خپل انتظامات مکمل کړي او تمه ده چې دا به د سوات په تاریخ کې لویه جلسه وي.))

د غورځنګ یوه بله غړې او مشره ثنا اعجاز وايي، په سوات کې خلک وېرول شوي دي خو دوی د خالي پر ورځ په کبل څلور لاره کې لاریون وکړ چې د وېرې فضا ختمه کړي.

د اپرېل پر ۲۴مه د پېښور کور کمانډر جنرال نذیر احمد بټ د پښتنو له پخوانیو افسرانو، پوهانو او خبریالانو سره په ملاقات کې ویلي ول چې د پښتون تحفظ غورځنګ ځېنې غوښتنې جایزې دي او د مذاکراتو لپاره ورسره د خیبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ کمېټي خبرې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د ورکو کسانو معلومولو او ماورای عدالت وژنو لپاره دې د واقعیتونو یا حقایقو جوتولو او پخلاینې کمېشن جوړ کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG