د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په جنوبي وزیرستان کې څلور سېلانیان وژلي


د جنوبي وزیرستان په مومي کړم سیمه کې تیره شپه نامالومو وسله والو پر یوه خیمه برید کړی دی او څلور سیلانیان يې وژلي دي.

په وژل شوو کې درې کسان د ډیره اسماعیل خان دي چې له خپل یو بل ملګري سره یو ځای دې سیمې ته په سېل تللي وو.

وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته کې بریالي شوي دي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټیکل افیسر اخلاق احمد خان نن مشال ریډیو ته وویل چې وژل شوي حسنیار محسود ، سلېمان ، اسحاق او اسدالله نومېږي.

د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې په دې ورستیو کې د وسله والو داسې بریدونه زیات شوي دي چې زیاتره پکې هدفي وژنې دي.

د ۲۷م اپرېل په شپه د شمالي وزیرستان د تحصیل غلام خان په سیدګۍ سیمه کې د یوه واده پر وراباڼيو باروتي ګوله ورغورځول شوه چې دوه تنه یې ووژل او ۳۳ نور یې ژوبل کړل.

بل پلو د شمالي وزیرستان چارواکو مشال راډیو ته ویلي وو چې په میرام شاه تحصیل کې هم ناپېژانده وسله وال په هم هغه شپه د یوه ځايي کس عمر سعید پر کور ورختلي او هغه یې وژلی دی او خپله تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG