د جرمني حکومت هر کال د اعلا تعلیم لپاره د ډاډ (DAAD) په نوم وظیفې یا سکالرشپونه ورکوي. په دغه پروګرام کې جرمني ته تللي پښتانه ځوانان وايي دا یو لويي اعزاز دی چې پکې د زدکړو ترڅنګ د دوی ټول لګښتونه هم حکومت ورکوي.
د دې سکالرشپونو اعلان هر کال په مۍ میاشت کې کیږي چې ځوانان یې په DAAD.DE د انټرنیټ له لارې لټولی شي. دا پاڼه په جرمن ژبه ده خو د انګریزۍ سهولت هم لري.
په دې هکله نور حال په لاندینۍ اډیو کې واورئ:
-
منور شاه
منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.