د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ولس د نوملیکنې د بهير ملاتړ وکړ


په لغمان ولایت کې د يوې غونډې په ترڅ کې په زرګونو کسانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې له بهيرهد ملاتړ تر څنګ ژمنې وکړې چې خپلې تذکرې به راجستر کوي او په راتلوونکو ټاکنو کې به خپلې رايې استعمالوي.

د ټاکنو لپاره د نوملیکنې له بهیر څخه د ملاتړ دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت په انګړ کې تر سره شوه چې د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو تنو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ټولنیزو فعالانو ګډون کړی و.
په غونډه کې بېلابېلو قومي مشرانو خبرې وکړې چې يو هم په کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازی نقیب الله محبت و. نوموړي په ولس غږ وکړ چې خپلې د ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي، چې په ټاکنو کې د رايې ورکولو حق تر لاسه کړي:

(( راخئ ورونو چې په اتفاق سره د لغمان د ملي ارزښتونو په خاطر باندې تذکرې ثبت کړو، تر څو موږ د لغمان ولس اینده انتخاباتو ته امادګي ولرو. بیا يې چې د چا به حق کې استعمالوۍ، انتخاب ستاسو خپل دی.))

د لغمان د ولایتي شورا استازي ګلزار سنګروال هم په خلکو غږ وکړ چې د ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي:

(( ټاکنې زموږ ښه راتلوونکی تامینوي، خپله هم کارت واخلئ، خپله کورنۍ او دوستان هم وهڅوئ چې نوملیکنه وکړي، په انتخاباتو کې ګډون وکړئ او داسې چا ته رایه ورکړئ، چې اهل وي.))

سره له دې چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر وړاندې امنیتی ستونزي پرتې دي، خو د لغمان والي محمد اصف ننګ د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي:

(( سره له دې چې په افغانستان کې دومره لوی جنګ روان دی، حوادث دېر دي، فقر ډېر دی، خو بیا هم خلک خو بیا هم خلک ونډه اخلي. او زما په نظر کې د عامه پوهاوي برخه پیاوړي شي، انشاالله ولس ډېره ونډه اخیستی شي. نو زما هيله ولس نه دا ده چې دوی باید ونډه واخلي او د زعیم ټاکنه، هغه که په ولسي کچه ده، که د کلي په کچه ده، که د ولسوالۍ په کچه ده او که د ولایت په کچه ده، هغه باید دوی پخپله په لاس کې واخلي.))

دی وايي چې په لغمان ولایت کې د رايې اچونې ۱۲۴ مرکزونه په نښه شوي چې ۳۵ یې د لوړ تهديد سره مخ دي، خو زیاتوي چې امنيتي ځواکونو تصفیوي عملیات پيل کړي او په خبره يې چې د ټاکنو د نېټې تر مهاله به په دې وتوانيږي چې د ټاکنو د مرکزونو پر وړاندې د تهديدونو مخه ونیسي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ميزان په ۲۸ مه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG