د لاسرسي ځای

تازه خبر

روان مالي کال د پاکستان اقتصاد بېسارې وده وکړه: احسن اقبال


پراګ - د پنجشنبې پر ماخوستن (ماسختن) د پلان او پرمختیا وزیر احسن اقبال او د وزیراعظم د مالي چارو سلا کار مفتاح اسماعیل سره د مسلم لیګ (ن) له نورو حکومتي چارواکو خبري غونډې ته وویل، په ۲۰۱۷ – ۱۸ز مالي کال کې حکومت د انرژۍ او انفراسټرکچر په برخو کې پانګونې ته دوام ورکړ چې ورسره د برېښنا یا بجلۍ پارچاو کم شو.

اقبال وویل، د حکومتي اقداماتو له کبله د هېواد اقتصاد په روان مالي کال کې ۵،۸ فیصده وده کړې ده:

((موږ د انرژۍ په څانګه کې بېسارې پانګونه وکړه چې ورسره مو ۱۱ زره مېګاواټه برېښنا جوړه کړه. سختدریځۍ ته مو ماته ورکړه. د هېواد اقتصاد مړ وو، خو چې موږ د انرژۍ جوړول پیل کړل نو د صنعت او کرنې څانګو هم وده پیل کړه. زه په خوشالۍ وایم چې سږکال زموږ اقتصاد ۵،۸ فیصده وده وکړه چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د ناخالصه ملي پیداوار تر ټولو لوی هدف دی چې موږ تر لاسه کړ. تېر کال زموږ اقتصادي وده ۵،۴ فیصده وه.))

احسن اقبال د سپریم کورټ له خوا د پخواني وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ، د هغه د دندې پرېښودو او نوي حکومت جوړېدو ته په اشاره وویل، که په هېواد کې سیاسي ثبات وای، نو اقتصاد به نور هم پراخه شوی وو:

((زه په پوره باور وایم چې که تېر کال موږ سیاسي بحران نه وای لیدلای، چې له کبله یې په هېواد کې بې یقیني پیدا شوې، نو موږ به په اسانۍ ۶،۱ فیصد اقتصادي وده کړې وای. یعنې موږ چې د ۶ فیصده ودې هدف ایښی وو، تر هغې به هم اقتصاد زیات پراخه شوی وو. نو د پاکستان د سیاسي بحران اقتصادي قیمت موږ ادا کړ.))

احسن اقبال د هېواد د اقتصادي سروې رپورټ پر داسې وخت وړاندې کړ چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پر هغه هېواد ټینګار کوي چې د خراب مالي او اقتصادي حالت له کبله دې د روپۍ ارزښت کم کړي.

اسلام اباد په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي ډالر په مقابله کې څو ځلې د روپۍ ارزښت کم کړی دی.

په فبرورۍ کې یوې نړیوالې ادارې پرېکړه وکړه چې په جون کې به پاکستان د ترهګرو ډلو د تمویلوونکو هېوادونو د څار په خړ لېسټ کې شامل کړي چې د پوهانو په وینا، د هغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کولای شي.

د پاکستان حکومت هر کال د نوي بجټ تر وړاندې کولو مخکې اقتصادي سروې وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG