د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې د پښتون غورځنګ ګڼ پلویان نیول شوي


په پنجاب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پوهنتونونو غړي وايي چې په لاهور ښار کې د چارشنبې په ورځ د دوی لسګونه ملګري هغه مهال ونیول شول چې د خپل مشر منظور پښتین په لارښوونه یې په سیند کې د غورځنګ نیول شويو پلویانو د خلاصولو لپاره احتجاج کولو.

د پښتون ژغورنی غورځنګ يو مشر مجاهد وزير مشال راډيو ته وايي:

"د لاهور پريس کلب سره نږدې له بيلا بيلو پوهنتونونو زموږ په لسګونه ملګري ونيول شول. شا و خوا ۳۰ يې ونيول او هغه يې مختلفو پوليس تاڼو ته يوړل. او اوس هم هلته پوليس ولاړ دی، چاپو او زموږ د ملګرو نيولو ته يې دوام ورکړی. موږ له حکومته دا غوښتنه کوو چې دا خلک راخوشې کړئ ځکه چې يو خوا تاسو مذاکرات کوئ نو بلخوا مو ګرفتاروئ"

همداراز په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل غړی مزمل خان بيا وايي چې هلکان ټول نيسي نو اوس به کېدای شي جينکۍ خپل احتجاج پیل کړي.

بلخوا د پنجاب حکومت د لوړو زده کړو وزیر سيد رضا علي ګیلاني له مشال را‌ډیو سره په خبرو کې د دغه خبرې پخلی کړی چې زده کوونکي نیول شوي دي خو نوموړی وايي ادارو له ځان سره بیولي دي:

"دا خو ادارو نيولي زه پر دې اړه څه ويلی نشم چې ولې يې نيولي خو چې کومې خبرې دوی کوی دا لږې خطرناکې دی او بايد ونشي. ته چې د کومو ۳۰ کسانو نيولو خبره کوې نو د دې شمېرو په اړه ماته مالومات نشته.خو د زده کوونکیو چارې ماسره اړه لري او زه به په دې حواله دا ووايم چې ما ته د زده کوونکیو يوشمير ويډيوي بيانونه رالېږل شوي او زه وايم چې زده کوونکو ته دغه بيانونه نه دي ورکول پکار. ځکه چې د پاکستان خلاف څوک هم خبره کوي نو هغه به غلطه تصور کيږي."

که څه هم د پنجاب حکومت د لوړو زده کړو وزیر سيد رضا علي ګیلاني له مشال را‌ډیو سره په خبرو کې وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو خبرې د پاکستان خلاف دي خو د نهې پر ورځ د پیښور کور کمانډر لېفټیننټ جنرل نذير احمد بټ خبريالانو ته وويل چې د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنې جایزې دي او له دوی سره به خبرې پيلوي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشران هم وايي چې د دوی غوښتنې د پاکستان په ايين کې دننه دی او هغه دا دي چې په فاټا کې دې پر امنيتي پوستو خلک نه ځوورول کېږي، ورک کړل شوي کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي، د نقيب مسود په وژنه تورن پوليس افسر راو انوار ته دي سزا ورکړل شي، فاټا دي له ماينونو پاکه کړل شي او د ماورای عدالت وژنو د تحقيقاتو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG